د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ځواکونو په هلمند کې وسله‌وال طالبان په نښه کړي


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په هلمند ولایت کې پر وسله‌والو طالبانو څو هوایي بریدونه کړي دي.

ساني لګېت نن پر خپل ټویټر لیکلي چې په هلمند کې به د افغان ځواکونو د دفاع لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله ویلي چې وایي اړتیا ده طالبان په هلمند ولایت کې خپل بریدونه سمدستي ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

د جنرال مېلر له قوله ویل شوي چې د طالبانو دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر خلاف دی او د افغانستان د سولې روانې خبرې اغېزمنولی شي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د هلمند د لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه کې لا هم د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړو خال خال ډزې اورېدل کېږي.

تر دې یوه ورځ دمخه وسله‌والو طالبانو د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه، د درېیمې حوزې ځینې برخې او هم په نادعلي ولسوالۍ کې ځینې سیمې له افغان ځواکونو څخه ونیولې.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې ځانګړي ځواکونه سیمو ته رسېدلي چې یادې سیمې بیرته له طالبانو ونیسي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي زرګونه کورنۍ د جګړو له سیمو څخه وتلي دي.

بلخوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو خپله هغه ژمنه چې پر لویو ښارونو به حملې نه‌کوي ماته کړې ده.

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د طالبانو له‌خوا حملو او د ځینو سیمو نیول، د طالبانو د دوحې هغه ژمنه تر پوښتنې لاندې وړې چې په لویو ښارونو به حملې نه‌کوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان د تېر په څېر یو ځل بیا خپلو ژمنو کې پاتې راغلي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو ډلې په وروستیو کې تاوتریخوالي ته زور ورکړی او ډېرېو افغانانو ته‌یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ارین په دوشنبه (نن) مشال راډیو ته وویل: "طالبان په خپلې هېڅ ژمنې ژمن نه‌دي پاتې شوي، طالبان ادعا کوي ادعاوې یې ناسمې دي، دا چې بریدونه نه‌کوي یا تاوتریخوالی کموي، تاسې شاهد یاست چې وروستۍ میاشت کې په بېلابېلو سیمو هلمند او کندز کې طالبانو خپل تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG