د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیر اعظم سلاکار جنرل باجوه مستعفي


وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو ځانګړي سلاکار ریټایرډ لیفټننټ جنرل عاصم باجوه د خپلې دندې پرېښودو اعلان کړی دی.

نوموړي نن پر ټویټر لیکلي چې وزیراعظم ته یې د اطلاعاتو د ځانګړي سلاکار د دندې پرېښودو خواست کړې وو چې هغه منظور کړی دی.

عاصم باجوه له هغې وروسته تیره میاشت وزیراعظم ته خپله استعفا ورکړه چې پرې له خپل امدنه د زیاتو اثاثو لرولو او د هغې د نه ښکاره کولو تورونه پورې شول. خو عاصم باجوه په ټویټر دې تورونو ردولو سره ویلي ول چې تل یې د پاکستان د وقار لپاره کار کړی او په راتلونکې کې به هم کوي او وزیراعظم هم هغه مهال د باجوه استعفا رد کړې وه.

څو ورځې وړاندې فېکټ فوکس انلاین رسنۍ کې د یوه پاکستاني خبریال احمد نوراني یو راپور خپور کړی وو چې پکې راغلي دي د عاصم باجوه وروڼه، ښځه او دوه زامن په څلورو هېوادونو کې د یو کاروبار په ترڅ کې ۹۹ کمپنۍ لري خو عاصم باجوه په ټویټر دې تورونو ردولو سره وویل چې تل یې د پاکستان د وقار لپاره کار کړی او په راتلونکې کې به هم کوي.

د اپوزېشن ګوندونو پاکستان ډموکراټیک تحریک هم د عاصم باجوه په باب د خبریال احمد نوراني د ادعاوو پلټنه غوښتې.

XS
SM
MD
LG