د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېز رفتار ګاډو ډرایورانو مخه دې ونیول شي:  مومندو غونډه


بونېر کې ګاډي ټکر
بونېر کې ګاډي ټکر

په کوزه مومندو کې یوه ولسي کمېټۍ جوړه شوې چې موخه یې د دوی په سیمه کې پر لویو او وړو لار د تلونکو او تېرېدونکو تېز رفتار ګاډو مخنیوی دی. دغه کمېټۍ له سرکاره غوښتي چې د تېز رفتاره ګاډو د ډرایورانو پرضد دې قانوني کارروایي وکړي چې د خلکو ژوند وژغورل شي.

د کوزه مومندو دا ولسي غونډه له هغه وروسته شوې چې یوه هفته وړاندې د یکه غونډ په سیمه کښې د خان ولي نومي تن شپږ کلنه لور یو تېز رفتار ګاډي وهلې وه چې روغتو ته تر رسېدو وړاندې مړه شوې وه. د خان ولي راغونډ شویو معلوماتو تر مخه په تېرو شپږو میاشتو کښې یواځې د یکه غونډ په وړوکې سیمه کښې یو ۲۹ تنه تیز رفتاره ګاډو وهلي چې ډېری پکښې مړه شوي دي.

نوموړی زیاتوي: (د ده لور (آیره خان) له کوره مدرسې ته روانه وه او تېز رفتار ګاډي وهلې وه، چې مړه شوې وه. د هغی په حواله موږه دلته دا غونډه جوړه کړه چې سکول او مدرسو ته د تلونکو ماشومانو د ژوند ژغورلو یو څه حال راوباسو.)

د مومندو ضلعی په حواله د ټرافیکي پېښو ریکارډ نه دی جوړ شوی خو د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا هره هفته کښې لږ تر لږه پنځه تنه د ټرافیکي پېښو ښکارېږي. د پخوانۍ فاټا له ختمېدو وروستو هلته د ټرافیک قانون غځېدلی دی خو لاهم پرې پوره عمل نه کېږي.

د کوزه مومند مشرانو غونډه
د کوزه مومند مشرانو غونډه

د سیمې یو مشر تن جلیل خان مومند هم د سیمې په غونډه کې ګډون درلود. نوموړی وايي چې مومندو ته ورتلونکي ګاډو ته دې په باجوړ او حد نومي سیمو کښې پولیس د داخلې پرچه ورکوي، چې پلانی ګاډی دا وخت مومندو ته داخل شو او دا ګاډی دې د مومندو بل سر ته په څومره ټاکلي وخت کښې ورسي. که وړاندی ورسېد نو باید جرمانه شي.
په مومندو کښې تر دی دمه څه نولس سوه خاصه دار اوس د پولیسو چارې ترسره کوي خو لا هم د ټرافیکي پولیسو عمله ترې نه ده ګومارل شوې. د مومندو ضلعي پولیس افسر طارق حبیب مشال راډیو ته وویل چې دوی د ټراقیکي پېښو مخنیوي لپاره کړنلاره جوړه کړې خو زیاتوي چې لاهم ځینې نیمګړتیاوې لري. لکه د رفتار نیولو ماشین. دی وايي د دې ماشین غوښتنه یې کړې ده، ځکه چې کله دوی یو ډرایور په تېز رفتارۍ ونیسي نو هغه ترې وروسته منکر شي. دی زیاتوي د تېز رفتارۍ قابوکولو لپاره ځای په ځای د ټرافیک چېک پوسټونو لګولو وینا یې هم کړې ده.

د کوزه مومندو په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې که یو ډرایور په خپل ګاډي یوڅوک ووهلو نو بخښنه به نه ورته کېږي. په تاڼه کې به یې پروړاندې رپوټ کوي. دوی پر سرکار ږغ وکړ چې د ګاډو رفتار او حد دې هم وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG