د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واڼه سوځېدلي بازار دکانداران له سرکاره مرسته غواړي


واڼه بازار کې اور لګېدو د اربونو روبیو تاوان اړولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:09 0:00

واڼه بازار کې اور لګېدو د اربونو روبیو تاوان اړولی

د جنوبي وزیرستان په واڼه بازار کې پر ۱۱م اکتوبر (اتوار ورځ) ماځیګر مهال د بجلۍ له شارټ سرکټه په لګېدلي اور کې د لرګو سوځېدلي مارکېټ دکانداران وايي چې په لسګونه کروړه روپۍ مالي تاوانونه وراوښتي او له سرکاره د مالي مرستې غوښتنه کوي.

یو دکاندار امیر ګل چې اور یې ټول لرګي ورسوځولی وايي، ډېر قېمتي لرګي ول یو یو لرګي زرګونه روپۍ بیه لرله، نقصان ځکه زیات وشو چې مکانونه او دکانونه یوځای وسوځېدل. ډېرې قېمتي دروازې په وسوځېدې.

یو بل دکاندار شېر محمد بیا ګیله من دی چې دومره زیات اور ولګېدلو خو تر اوسه هېڅ سرکاري چارواکی نه دی ورغلی. زڼغوځي پکې وسول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د سویېلي وزیرستان یو مخکښ مولانا زینت الله ثافب وايي، د لرګیو کاروباریانو زښته ډېر نقصان شوی دی، سرکار ته پکار ده چې د سوځېدلي مارکېټ سروې وکړي او له خلکو سره مالي مرسته اعلان کړي.

سویېلي وزیرستان اېډیشنل دیپټي کمېشنر فریدالله مشال راډيو ته وویل، دوی ته امر شوی دی چې د زیانمنو خلکو سروې وکړي او چې څومره نقصان یې شوی دی دوی به هڅه کوي چې د امدادي پانګې یا ریلیف فنډ څخه یې مالي مرسته وکړي.

وړاندې

د اکتوبر پر دولسمه نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې یوه دکاندار عبدالرازق وویل چې د ورځې ماځیګر مهال شااوخوا څلور بجې اور ولګېدی او د شپې تر ۱۱ بجو بل وو. دی وايي چې نږدې ۲۵ دکانونه وسوځېدل او یو لوی ګودام چې په هغه کې هم د کروړونو روپیو مالونه پراته ول وسو.

د عبدالرازق په وینا، خلکو ته په اربونو روپیو تاوان اوښتی دی. د ده په ګډون ځینو نورو دکاندارانو مشال راډیو ته وویل، سرکاري اوروژونکي پر وخت نه وو ورسېدلی دوی په خپله په بالټو اور وا‌ژه. دوی ویل که اوروژونکې ډله پر وخت ورسېدلې وای نو دومره لوی تاوان نه وراوښتی.

د واڼه لرګو بازار کې اور لګېدو د لرګو لسګونه ټالونه وسوځول. ۲۰۲۰، ۱۱ اکتوبر
د واڼه لرګو بازار کې اور لګېدو د لرګو لسګونه ټالونه وسوځول. ۲۰۲۰، ۱۱ اکتوبر

چارواکي وايي، دوی پر وخت ورسېدلې خو اور په ټالونو کې (د لرګيو هټیو) کې لګېدلی وو نو ځکه زیات نقصان شوی دی. له مشال راډیو سره په خبرو کې د ریسکو ۱۱۲۲ مشر یاسر خان وویل چې دوی نږدې شپږ اوه ګنټې د شپې تر یولس نیمو بجو اور واژه خو وخت یې ځکه ډېر واخیست چې د لرګیو ټالونو او بوسو اور اخېستی وو نو د هغه مړه کول خورا ستونزمن وو او بل هوا هم تېزه وه، اور یې نورو دکانونو ته خور کړ او هغه دکانونه هم د لرګو ول. دی وايي، د دوی په زیار د مارکېت لویه برخه وژغورل شوه خو د مېوو او لرګیو مارکېټونه یې له سوځېدو و نه ژغورل.

د واڼه بازار سوځېدلو دکانونو مالکانو له حکومته د مرستې غوښتنه کړې.

بلخوا د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي، د شمالي وزیرستان دته خېل ولسونه وايي که حکومت ورسره د مالي مرستې او واپسۍ وعدې ژر پوره نه کړي، دوی به مظاهرې شروع کړي. په دوی کې یوه ملک میراباز خان د اکتوبر په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې نه يوازې په افغانستان کې مېشته کډوال بايد واپس کړل شي بلکې د سيم کارډونو له لارې دې د دوی بندې پېسې هم ورکړل شي.

خو د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې، پي ډي ايم اې وياند احسان داوړ مشال راډيو ته په همدغه ورځ وويل چې له لکونو کورنيوو څخه يوازې ۱۵۰۰۰ یې نه دې ستنې شوې چې د امنیت تر بشپړ بحالۍ وروسته به هغوی هم خپلو کلیو ته ولاړ شي. د هغه په وینا په سيم کارډونو کې د تخنيکي مشکل له وجې ځينو خلکو ته پېسې نه دې رسېدلي چې دوی یې د حل کوښښ کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG