د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي ګوندونه: د سېند او بلوچستان پر جزیرو د مرکز کنټرول نه منو


د بلوچستان ګوادر بندر
د بلوچستان ګوادر بندر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اکتوبر پر ۱۰مه، د بلوچستان او د سېند صوبې د سمندر سره د نږدې پرتو سیمو یا جزیرو د وفاق تر واک لاندې د راوستو خلاف د بلوچستان په اسمبلۍ کې "تحریک التوا" جمع کړی دی.

وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د بلوچستان اسمبلۍ غړي نصر الله زیري مشال راډیو ته وویل، په سېند او بلوچستان صوبو کې مرکزي حکومت په ناقانونه ډول د سمندر سره پرتې نږدې سیمې اخېستي دي نو پکار ده چې پر دې په بلوچستان اسمبلۍ کې بحث وشي:

"د پاکستان ولسمشر په غیر قانوني ډول صدارتي فرمان یا ارډینس جاري کړی، ځکه چې د ایین له مخې دا ټولې جزیرې د صوبو ملکیت وي، نو که مرکز له صوبو دا حق اخلي نو دا خو ډېر زیات تاوان مخې ته راوړي، ځکه چې دا جزیرې د ماحولیاتو په خوندي کولو کې ستره ونډه لري، په دغو جزیرو کې نایابه حیوانان او مارغان ژوند کوي چې د سمندر لپاره هم ګټور دي."

په هم دې اړه د بلوڅو ملت پالو ګوندونو غبرګون هم مخې ته راغلی دی. په سېنېټ کې د بلوچستان نېشنل ګوند غړي ډاکټر جهانزیب جمالدیني ویلي، مرکزي حکومت له ډېره وخته اراده لرله چې د سمندر غاړې ته پرتې سیمې ( کوسټل ایریاز) تر واک لاندې کړي. نوموړي د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د بلوچستان خلک به مرکزي حکومت ته د دې خبرې هېڅ کله اجازه ورنه کړي. نوموړي دا هم ویل چې هغوی به د دغه صدارتي فرمان پر ضد ډېر زر عدالت ته لاړ شي:

"دلته دا ستونزه ده چې کله هم حکومت د ناکامۍ سره مخ شي نو د صدارتي ارډینس نه کار اخلي،کله د ملک د اقتصادي ودې لپاره د نوو صوبو خبره کوي او کله بیا د ۱۸م ترمیم د ختمولو هوډ ښکاره کوي. دا د ناکامو حکومتونو د کار طریقه ده."

د بلوڅ ملت پاله نېشنل ګوند مرکزي مرستیال مشر ډاکټر اسحاق بلوڅ بیا ویلي، د بلوچستان او د سېند صوبو د جزیرو د مرکز تر واک لاندې د راوستو د پرېکړې نه ښکاري چې د وفاق خلک هېڅ سیاسي پوهه نه لري. نوموړی وايي، حکومت د دې ګام د اوچتولو پر مهال د بلوچستان له خلکو سره هېڅ ډول مشوره نه ده کړې.

خو د پاکستان د وفاقي کابینې یو وزیر اعظم سواتي د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال دا رد کړه چې ګینې د بلوچستان جزیرې د وفاق تر واک لاندې راوستل کېږي. نوموړي البته د سېند د یوې جزیرې د وفاق تر واک لاندې د راوستو خبره تایید کړه.

خو دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې د پاکستان مرکزي حکومت تېره میاشت په یو صدارتي ارډینس، ايي لینډ اتارټي جوړه کړې چې ترمخې یې د بلوچستان او د سېند صوبې جزیرې د وفاق تر کنټرول لاندې راځي.

پر دې پرېکړه د سېند حکومت هم کلک غبرګون ښودلی او د صوبايي اسمبلۍ په غونډه کې ویل شوي چې هغوی به هېڅ کله پرېنږدي چې د یادې صوبې د جزیرو واک دې د مرکز په لاس کې ورکړل شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG