د لاسرسي ځای

تازه خبر

لدا کې د سړکغاړي چاودنې یو عسکر وژلی یوبل ژوبل


د سویېلي وزیرستان په لدا کې د ځمکني ماین په چادونه کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو یو عسکر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د سیمې انتظامي چارواکیو مشال راډیو ته ویلي دا پیښه نن سهار (اکتوبر ۱۰) د شرانګوۍ سیمه کې رامنځ ته شوی ده.

د پولیسو مشر شوکت علي وايي، دا د ماینونو پاکولو ډله وه چې ځمکنی ماین ورباندې چاودېدلی دی.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند د برید ذمه واري منلې ده.

بلخوا ځايي ولس وايي، دغلته د تشدد په پېښو کې ډېروالې راغلی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر جمال مالیار ویلي، سیمه ته ستانه شوي مسید ولسونه د بریدونو، لټون د عملیاتو او ګرځبندیز له کبله له ستونځو او بې یقینۍ سره مخامخ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG