د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوې کابینې له ټاکلو پس استعفا ورکوم: کیرغيزی ولسمشر


د قیرغیزستان ولسمشر سورنبای جینبېګوف
د قیرغیزستان ولسمشر سورنبای جینبېګوف

د کیرغیزستان ولسمشر سورنبای جینبېګوف ویلي، د واک د تشې پوره کولو په موخه د نوې کابینې تر ټاکلو وروسته استعفا ورکولو ته تیار دی.

د ولسمشر ووبپاڼې د اکتوبر پر نهمه په یوه بیان کې ویلي چې کله چې په قیرغیزستان کې د مشروع انتظامي چارواکو ګومارنه منظوره شي او هېواد بیا د قانون پر لار روان شي نو دی د ولسمشرۍ دندې پرېښودو ته تیار دی.

دا بیان پر داسې مهال خپور شوی چې په هغه هېواد کې د سیاسي مشرانو ترمنځ د اکتوبر پر څلورمه په لانجمنو پارلېماني انتخاباتو کې د بایلودونکو ګوندونو په مشرۍ، له تاوتریخوالي څخه تر ډکو مظاهرو وروسته، خبرې روانې دي.

د جینبېکوف غوښتنه به په هېواد کې د واک انتقال ته زمینه برابره کړي خو دا لا روښانه نه ده ورسره به د هغه شرطونه پوره شي او که نه.

په کیرغیزستان کې ناکراري هغه وخت پیل شوه چې په انتخاباتو کې په پیسو د رایو اخیستو او نامناسبه کړنو تورونه پورې شول چې په نتیجه کې یې حکومت پلویو ګوندونو بری ترلاسه کړ.

په کرغیرستان کې د سیاسي ګوندونو مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00

د اکتوبر پر پېنځمه زرګونه خلک لارو، کوڅو ته ووتل او د احتجاج پر دویمه ورځ د اپوزیشن ملاتړیو حکومتي ودانۍ ونیولې.

یو شمېر ګوندونه نن هم د مظاهرو پلان لري.

اپوزیشن ګوندونو کابینه استعفا ته او انتخاباتي کمېشن یې د انتخاباتو لغوه کولو ته اړ کړل، خو تر اوسه پر دې نه دي سلا شوي چې څوک به د لنډمهاله حکومت مشري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG