د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست دیني عالمان: ښکېلې غاړې دې جنګ ودروي


خوست کې د سولې په اړه د دیني عالمانو غونډه
خوست کې د سولې په اړه د دیني عالمانو غونډه

د دوشنبې په ورځ د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو دیني عالمانو او قومي مخورو د یوې غونډې له لارې له طالبانو سره د تاوتریخوالۍ د کمولو اونۍ له هوکړې ملاتړ وکړ او د دایمي اوربند غوښتنه يې وکړه.

دوی وویل، دیني عالمان او قومي مخور حاضر دي، چې د جګړې له ټولو اړخونو سره د سولې په مسایلو خبرې وکړي او ټول ولسونه ددې بهیر ملاتړ ته راوبولي.

په خوست کې دا ځل لسګونو دیني عالمانو او قومي مخورو په یو غږ د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمښت له هوکړې ملاتړ څرګند کړ او د جګړې له ښکېلو خواوو يې وغوښتل، چې په دې هېواد کې د روانو ناخوالو او وژنو د بندولو لپاره دایمي اوربند او سوله وکړي.

قومي مشر حمیدګل منګل غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، دوی د تاوتریخوالي د کمولو له اونۍ ملاتړ کړي او هیله يې داده چې دا بهیر په میاشتو، کلونو او دایمي اوربند بدل شي.

ده زیاته کړه، د جګړې د داوړو لورو قربانیان افغانان دي او دوی باید د دایمي سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات ترسره کړي.

دیني عالم مولوي محمدسلیم منصور مشال راډیو ته وویل، دیني عالمان حاضر دي، چې د جګړې له ټولو لورو سره کیني او هغوی په دې هېواد کې د سولې پر حقانیت قانع کړي.

د مجاهدینو شورا مرستیال مولوي عبدالصمد بیا له دیني عالمانو وغوښتل، چې د منبر له لارې د افغان حکومت څخه په ناراضو مخالفینو غږ وکړي، چې سوله ومني،څو افغانان له دې اوږدې جګړې وژغورل شي.

ده له افغان حکومت هم وغوښتل، چې په دې هېواد کې د سولې لپاره دې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د یکشنبې په ورځ هند تر سفر مخکې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي وویل، که د تاوتریخوالي د کمښت موده سم کار ورکړي له طالبانو سره به تړون لاسلیک شي.

هغه ویلي خپل نوم به د دې تړون لاندې ولیکي.

له دې سربېره په همدې ورځ د اسلامي همکارۍ سازمان "او ای سي" په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت له پیله هرکلی وکړ.

د دغه سازمان په خپره شوې اعلامیه کې راغلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت موافقه چې د افغان حکومت په مشوره شوې په افغانستان کې به د با ثباته سولې د راتلو لپاره لار هواره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG