د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مومندو نجونو کالج کې دې د انګرېزي او اردو مضامین پیل شي'


په خېبر پښتونخوا کې د نجونو تعلیمي نصاب.
په خېبر پښتونخوا کې د نجونو تعلیمي نصاب.

په مومندو کې انجونو ډګري کالج زده کوونکو د انګریزۍ، اردو او نورو مضمونونو پیلولو غوښتنه کړې.

دوی دا هم وایي چې په کالج کې یې د بجلۍ او اوبو ترڅنګ نورې ستونزې هم شته.

په دې کالج کې دوه مضمونونو کې د بې اېس نومې ډګرۍ لپاره زده کړې روانې دي چې یو اسلامیات دی او بل باټني یا د نباتانو تعلیم دی.

ابنا عرفان الله نومې یوه زده کوونکې وایي چې د دې خوښ مضمون اردو یا انګریزې وه، خو دغه دواړه دلته نه ښودل کېږي، نو له مجبورۍ یې اسلامیات مضمون کې داخله اخېستې ده.

نوموړې وايي، په مومندو کې دا یو ډګري کالج دی او زموږ مجبورې وه چې دلته مو داخله په بدل مضمون کې واخیسته.

ابنا عرفان زیاتوي:"په ښوونځی کې بنیادي سهولتونه نه شته،" د څوکۍ کمی دی، له سره میز کرسۍ نه شته، بیا د کمرو کمی دی، د اوبو خو درته زه څه نشم ویلی، انتهایي کمی دې، هم په غسل خانو کې اوبه نه شته، او هم د څکلو پاکې اوبه نه شته، موږ ډېر په تکلیف کې یو."

دا کالج په ۲۰۰۳ز کال جوړ شوی وو لوموړی به په کې د دوه کالونو ډګري سبق لکه بي ای یا بي اېس سي ښودل کېدو، خو اوس په کې د درې کالونو راهیسې، څلورو کالونو ډګري سبق چې بي اېس ورته وویل کېږي پیل شوې.

حبیبه سلیم وایي چې دوی په کالج کې د تعلیمي مضمونونو علاوه نورې هم مسلې شته.

حبیبه زیاتوي:"موږ ته د بي اېس انګریزۍ او اردو مضمونونو ضرورت دی، زموږ تعداد ډېر دی او انجونو زیاتې دي، او بجلۍ ضرورت هم دی."

د دې کالج وايس پرنسپله مسز سعید خان وایي چې دوی ته سږکال د کالج دننه رغونې ځیني کارونو لپاره پیسې منظوری شوي، خو لوی کارونه لا هم نه دې منظور شوي.

نوموړې وايي:"موږ د اردو مضمون پیلولو لپاره چارواکو ته وینا کړې ده، زموږ سټاف (استادانې) د خدمتګارانو په کوارټرو (سرکاري استوګنځایونو) کې پاتې کېږي. سرکاري هاسټل شته خو هغه ډېر خراب دی، له زموږ سره سولر پینلونه (لمرینې ښیښې) هم کم دي، د هغې ضرورتونه لکه بیټریانې او نور هم زموږ سره ډېر کم دي."

یاده دې وي چې درې ورځې وړاندې د مومند ډیم د پروژې لاندې د یکه غونډ زده کوونکو لپاره دوه ګاډي منظور شوي وو، نو مسز سعید خان وایي چې دوی به له ذمه وارو چارواکو سره خبرې وکړې او کوښښ به کوي چې یو ګاډې د دوی کالج زده کوونکو لپاره مقرره کړي.

XS
SM
MD
LG