د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز مشال راډيو ته وویل چې د بګرامۍ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې درې تنه وژل شوي دي.
د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند سیمه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د غړي حمدالله ارباب پر موټر شوې د چسپکي ماین چاودنه کې یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په وروستیو کې په دې هېواد کې بمې چاودنې، وسله وال بریدونه زیات شوي دي.
د دې وزارت ویاند طارق ارین مشال راډيو ته وویل، "په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵۰ ترهګر بریدونه شوي چې پکې ځانمرګي، بمې چاودنې، هدفي وژنې او راکټي حملې شاملې دي."
د ده په وینا، "د دې بریدونو زمه واري طالبانو ته ورګرځي او په دې پېښو کې له بده مرغه زموږ ۲۱۰ وطنوال وژل شوي او ټپيان شوي دي."
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو یو ځانمرګی هدف ته تر رسېدو وړاندې وژلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د تېرې ورځې په موټر بم برید کې د وژل شویو شمېر ۱۶ ته رسېدلی دی.
چارواکي وايي چې په دې برید کې د ټپیانو ډېری ماشومان دي. چا تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.
افغان حکومت دا برید د طالبانو کار بللی دی او وسله والو طالبانو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنه کوي.
طالبانو له دې وړاندې ویلي وو چې له امریکا سره د سولې له هوکړه لیک وروسته يې په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما له دې وړاندې ویلي وو چې د روان میلادي کال په نیمايي کې په دې هېواد کې ۱۲۸۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.
رپورټ: اکرام الله اکرامی