د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي


د وپيپاڼي ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۵۵۰ نوي پېښې ثبت شوي.
د وپيپاڼي ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۵۵۰ نوي پېښې ثبت شوي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکې حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې له تېرې دوو ورځو راهیسې له کورونا وايرسه ۲۳کسان مړه شوې دي.

د ويپاڼي ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۵۵۰ نوي پېښې ثبت شوي.

دا په داسې حال کې ده د پاکستان وفاقې حکومت د اګست له ۱۰مې، رستورانتونه، هوټلونه، پارکونه او سینماګانې پرانيستي ول.

خو تعلیمي ادارې یې د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا پرانېستلي دي.

دغه شان په کراچې کې له ۱۰۰ زیات هوټلونه، د واده تالارونه او یو شمېر سکولونه له دې کبله حکومت تړلي چې ګینې په احتیاطي لارښونو یې عمل نه کولو.

په خیبر پښتونخوا کې هم د کورونا مثبتو کیسونو کې یو وارې بیا زیاتوالی راغلی دی.

بلخوا د صحت ماهرین وایي، چې په سږني ژمي کې دا وبا یو وارې بیا زیاتېدای شي.

د ځوانانو ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر فهیم الله محسود مشال راډیو ته وویل، د کورونا د مثبتو پېښو د یو وار بیا زیاتېدو علت دا دی چې له یوې خوا حکومت ډېره نرمي وکړه او له بلې خوا ولس هم په احتیاطي لارښونو عمل نه کوي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس په اړه معلومات ورکونکې حکومتي ويبپاڼې ليکلې چې د اکتوبر تر درېیمې پورې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر ۳۱۳،۹۸۴ ته رسېدلی دی. له دې ناورغۍ ۶،۵۰۷ کسان مړه شوي او تر۲۹۸،۵۹۳ زيات کسان رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG