د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په ځینو ښوونځيو د کورونا وایرس مثبتې پېښې


د طب ماهرین وايي چې کورونا وبا لا ختمه نه ده نو باید ولس ډېر احتیاط وکړي او په احتیاطي لارښونو عمل باوري کړي.
د طب ماهرین وايي چې کورونا وبا لا ختمه نه ده نو باید ولس ډېر احتیاط وکړي او په احتیاطي لارښونو عمل باوري کړي.

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې لخوا جاري شوي شمېرې ترمخه د سېپټېمبر له ۱۵مې تر دې دمه د بېلا بېلو ښوونځیو شاوخوا ۱۵۰۰۰ ماشومانو او استادانو ټیسټونو لپاره نومونه یې اخېستل شوي چې پکې له ۱۵۰ زیات کسانو ټیسټونو نتیجي مثبت راغلي چې زیاتره یې د عملي کسان دي او د سرکاري نه علاوه د شخصۍ سکولونو عمله هم شامله ده.

د صحت محکمې دغې شمېرې ترمخه تر ۱۵۰۰۰ ټیسټونه شوي دي چې پکې د ۳۰۰۰ زیاتو ټیستونو نتیجې لا نه دې راغلي ۱۲۰۰۰ کسانو ټیسټونه منفي راغلي دي.په خیبر پښتونخوا کې د شخصي سکولونو د اتحادیي صوبايي نایب صدر جاوید خان مشال راډیو ته وویل چې دو په دې اړه په خیبر پښتونخوا کې د تعلیم محکمې یو لوړ پوړې چارواکي حافظ ابراهیم مشال راډیو ته وایي چې دغه کیسونه زیاتره په شخصي سکولونو کې راغلي دي خو دوی خپلې هلې ځلې کوي چې په تعلیمي ادارو کې د کورونا وبا مخنیوي په هر ډول وشي.

بلخوا د طب ماهرین وايي چې کورونا وبا لا ختمه نه ده نو باید ولس ډېر احتیاط وکړي او په احتیاطي لارښونو عمل باوري کړي.

په حیات اباد میډیکل روغتون کې د ځوانانو ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکټر اماد عل شاه وايي، د سرکاري شمېرې ترمخه د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې په خیبر پښتونخوا کې د کورونا ناروغو شمېر د ۳۷۰۰۰ لوړه شوي دي چې پکې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱۲۵۰۰ زیات کسان مړه کړي خو ۳۶۰۰۰ زیات ور څخه رغېدلي هم دي.

دغه شان په ټول پاکستان کې د اکتوبر تر لومړۍ نېټې پورې د کورونا وایرس ناروغه کسانو شمېر ۳۱۲،۸۰۶ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وایرسه ۶،۴۸۴ کسان مړه شوی خو تر دوه لکه ۹۷زره زیات ترې رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG