د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې د خبرو پر مهال افغانستان کې خونړي بریدونه


د سولې د خبرو پر مهال افغانستان کې خونړي بریدونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:13 0:00

د سولې د خبرو پر مهال افغانستان کې خونړي بریدونه

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د اکتوبر پر درېیمه د شینوارو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د پولیسو په امنیتي پوسته موټر بم چاودنې ۱۵ تنه وژلي او ۳۲ تنه یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیانی وایي چې تر موټر بم چاودنې وروسته بریدګرو غوښتل چې د ولسوالۍ ودانۍ ته داخل شي خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ټول برید ګر وژل شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې د وژل شویو او ټپیانو هویت به تر څېړنو وروسته په ډاګه شي.

تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند ولايت کې د اکتوبر په لومړۍ نېټه ناوخته د امنيتي ځواکونو پر پوسته ځانمرګي موټر بم بريد کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي ول.

په بريد کې يو ماشوم او درې امنيتي سرتېري ژوبل هم ول.

د هغه بريد ذمه واري هم چا نه وه منلې خو طالبان د هلمند ولايت په زياترو سيمو کنټرول لري.

د وسله والو دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې دوام لري.

د سولې خبري د سېپټېمبر پر ۱۲مه پيل شوې وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يوناما ترمخه د سږ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې له ۱۲۸۰ زيات ولسي وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG