د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د علاج لپاره روغتون کې داخل کړل شو


دا لا نه ده مالومه چې ولسمشر ټرمپ او یا په مېرمنه کې یې د دغه ناروغۍ څه علامات ښکاره شوي که نه.
دا لا نه ده مالومه چې ولسمشر ټرمپ او یا په مېرمنه کې یې د دغه ناروغۍ څه علامات ښکاره شوي که نه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر پر دویمه له واشنګټنه بهر یو پوځي روغتون ته د کورونا وایرس درملنې لپاره ولېږل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ د کورونا وایرس ټیسټونه مثبت راغلي ول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر پر دویمه شپه ناوخته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې هغه او مېرمنې میلانیا ټرمپ ته یې د کووېډ- ۱۹ ناروغي لګېدلې او اوس به هغوی قرنطینېږي او د رغېدو عمل به یې ډېر زر پیل شی.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز له مخې په کورونا وایرس اختو کسانو کې عمومن پنځه ورځې وروسته د دغهې ناروغۍ علامات ښکاره کېږي، خو په ځینو کېسونو کې د دغې ناروغۍ ترلاسه کولو وروسته په دوو ورځو کې یا حته تر ۱۴و ورځو وروسته هم علامات ښکاره کېدای شي.

د ولسمشر ټرمپ په نېږدو کسانو کې د هغو شمېره په زیاتېدو ده چې د کورونا ټسټونه یې مثبت راروان دي، او له دې دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې د حکومت یو شمېر غړیو ته دغه وایرس لګېدای شي.

د اکتوبر پر دوهمه د شمالي کېرولاینا د ریپبلېکن ګوند سېنېټر تام تلېلېس او د ریپلېکن د اوټاوه سېنېټر مایک لي د کورونا ټسټونه مثبت راغلي وو او دواړه به تر ۱۰ ورځو پورې قرنطین وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG