د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم دروازه خلاصه شوه حو خلک لا هم ستونزې لري


د تورخم دروازه خلاصه شوه حو خلک لا هم ستونزې لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سېپټېمبر پر ۲۸مه د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا کې به له افغانستان سره ټولې تړلي لارې په اوونۍ کې د څلورو ورځو لپاره د خلکو پرمخ د تګ راتګ لپاره خلاصه وي، خو په ننګرهار کې په سلګونو داسې ښځینه او نارینه د تېرو څو مياشتو راهيسې د لارو بنديدو له کبله بند پاتې دي چې کورونه يې په پاکستان کې دي او په پاسپورټونو کې يې د ويزو مودې پای ته رسېدلي دي. دوی د ننګرهار ولایتي چارواکو غواړي چې د پاکستان له سفارت غوښتنه وکړي چې افغانانو ته ويزې ورکړه پيل کړي. د ننګرهار چارواکي وايي چې دوی په جلال اباد کې د کونسلګرۍ له چارواکو سره خبرې کړي، ژر به د ویزو ورکولو لړۍ د یوه شفاف ميکانېزم له مخې پیل شي.

XS
SM
MD
LG