پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر لاس ته راوړنې؟
د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له خپل لوړ پوړې پلاوي سره د پاکستان درې ورځنی سفر وکړ. هغوی د کوربه هېواد له مشرانو سره ليده کاته کړي او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخېزه اړيکو ورسره غږېدلي دي خو افغان سولې پروسه د خبرو اترو مهم ټکۍ دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی او طالبان له سېپټېمبر له ۱۲مې نېټې راهيسې په قطر کې په مذاکراتو بوخت دي چې پکې ځينې خنډونه رامنځ ته شوي دي. پوښتنه دا ده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د اسلام اباد سفر به په سولې عمل کې د شته خنډونو په ليرې کولو کې مرسته وکړای شي او که څنګه؟ د مشال تر رڼا لاندې بجث کې دا او نورې پوښتنې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي.
برخې
-
جنوري ۲۰, ۲۰۲۱
د امريکا نوی ولسمشر: د امريکا او پاکستان ممکنه تعلقات؟
-
جنوري ۱۳, ۲۰۲۱
د پاکستان اپوزيشن اتحاد تحريک ولې کله ورو او کله تېز وي؟
-
جنوري ۰۶, ۲۰۲۱
د کوټې هزارګان ولې په نښه کېږي؟
-
دسمبر ۳۰, ۲۰۲۰
پاکستان او افغانستان کې خبریالانو ته ورپېښ چېلنجونه
-
دسمبر ۲۳, ۲۰۲۰
د پاکستان او افغانستان خبريالانو لپاره ۲۰۲۰ز کال څنګه وو؟