د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاریس: د اقدام قتل له تورن پاکستاني ترهګریزې پلټنې


څارنوال وايي مشکوکه حمله کوونکی دوه کاله مخکې فرانس ته راغلی و او ځان يې داسې وړاندې کړی و چې هغه يوازې دی.
څارنوال وايي مشکوکه حمله کوونکی دوه کاله مخکې فرانس ته راغلی و او ځان يې داسې وړاندې کړی و چې هغه يوازې دی.

له هغه پاکستانی کس څخه د ترهګرۍ ضد څارنوال رسمي پلټنې کوي چې په پاریس کې د شارلي ابدو د پخوانيو دفترونو مخې ته یې په چړو د دوو کسانو ژوبلولو تور دی.

څارنوال مخکې ويلي و چې مشکوکه کس به تحقيقات کوونکو ججانو ته وړاندې کېږي خو بيا دغه پرېکړه بدله شوه او اوس د ترهګرۍ ضد څارنوال له ترهګرۍ سره د تړلي اقدام قتل پر پلان له ياد کس رسمي پلټنې کوي.

څارنوال جين فرنسوا رچرډ د سېپټېمبر پر ۲۹مه يو خبري کانفرنس ته وويل د سېپټېمبر پر ۲۵مه دغه مشکوکه بريدګر پلان درلود چې د شارلي ابدو مجلې پخوانيو دفترونو ته په زوره ننوځي خو نوموړي بيا هغه دوه کسان په چاړه ووهل چې د ده په فکر د شارلې ابدو د عملې غړي ول.

دغو سختو ژوبلو کسانو له هغه ديواله سره سګرېټ څکولو چې پرې د ۲۰۱۵ز کال د بريد قربانيانو په اړه پېنټېنګ شوی و. په هغه بريد کې دولس کسان وژل شوي و.

مشکوکه کس پلټوونکو ته ويلي دي چې هغه په پاکستان کې هغه ويډيوګانې کتلي وې چې پکې ښودل شوي و چې شارلي ابدو مجلې په ۲۰۰۶ز کال او سږکال بيا هغه مواد خپاره کړي و چې پکې د اسلام د پیغمبر سپکاوی شوی و.

رچرډ ويلي دي چې مشکوکه حمله کوونکی دوه کاله مخکې فرانس ته راغلی و او ځان يې داسې وړاندې کړی و چې هغه يوازې دی.

نوموړی د اسلامي سختدريځۍ لپاره د پوليس تر څار لاندې نه و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG