د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د اسلام اباد سوچ بدل شوی دی: قریشي


د پاکستان بهرنيو چارو وزير ويلي، هېواد يې په افغانستان کې د خاصو خلکو انتخاب يا ملاتړ نه کوي.

شاه محمود قريشي او د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې انسټېټيوټ اف سټرېټېجک سټډيز له خوا جوړې شوې غونډې ته ويناګانې وکړې.

شاه محمود قريشي په خپله وينا کې وويل، پاکستان د افغانستان د خپلواکۍ، مځکني تماميت او خودمختارۍ درناوی کوي او په دې هېواد کې د خاصو خلکو ملاتړ نه کوي. د نوموړي په ظاهره اشاره د طالبانو پر لور وه چې په اړه يې فکر کېږي، پاکستان يې ملاتړ کوي.

قریشي وايي، يوازې افغانان د افغانستان راتلونکي فيصله کولای شي
قریشي وايي، يوازې افغانان د افغانستان راتلونکي فيصله کولای شي

هغه په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ روانو خبرو اترو ته په اشاره سره افغان حکومت ته ډاډ ورکړ، افغانان چې په مذاکراتو کې پر کومو خبرو سره سلا شول پاکستان به يې مني.

شاه محمود قريشي ډاکټر عبدالله عبدالله ته مخ ورواړولی او د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال ايوب خان کتاب د نوم حواله یې ورکړه او ويې ويل، ( موږ غواړو دوستان شو نه باداران). د نوموړي اشاره د ځينو کارپوهانو او سياستوالانو د هغې خبرې په تناظر کې وکړه چې په ادعا يې پاکستان غواړي افغانستان خپل غلام کړي خو شاه محمود قریشي وويل چې د اسلام اباد سوچ بدل شوی دی او غواړي چې دواړه هېوادونه په امن کې واوسي او په ګډه يو خوشاله مستقبل جوړ کړي.

يوازې افغانان د افغانستان د راتلونکي فيصله کولای شي
قریشي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير زياته کړه ، د پخوانيو غلطيو منلو ته اړتيا ده او د ده په خبره که داسې ونشي نو دواړه هېوادونه پر مخ نشي تللای.

هغه وويل چې يوازې افغانان د افغانستان د راتلونکي فيصله کولای شي او هغوی بايد د هېواد له داخله څخه تلپاتی امن رامنځ ته کړي نه دا چې ورباندې وتپل شي.

شاه محمود قریشي وويل چې کله هم کابل او اسلام اباد له يو بل سره همکارې کړې ده نو دواړو ورڅخه ګټه پورته کړې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی وو، غونډې ته د وينا پر مهال د افغان سولې پروسې په لړ کې د پاکستان د رول ستاينه وکړ.

هغه وويل، دواړه هېوادونه د منطقې په کچه ډېرې سياسي، امنيتي او اقتصادي موقعې په لاس کې لري چې د ده په خبره يوازې د سولې له لارې ورڅخه ګټه پورته کېدای شي.

د شاه محمود قريشي په څېر ډاکټر عبدالله هم وويل، بايد پر مستقبل نظر وساتل شي او نور بايد دواړه هېوادونه زړې خبرې او سازشي نظريې پرېږدي.

عبدالله وايي، افغانستان پر خپله خاوره هېڅ ترهګر نه غواړي او نه هم کومې ډلې ته اجازه ورکوي چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
عبدالله وايي، افغانستان پر خپله خاوره هېڅ ترهګر نه غواړي او نه هم کومې ډلې ته اجازه ورکوي چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي زياته کړه چې نننی افغانستان د ۱۹۹۰مې لسېزې او ۲۰۰۱م کال څخه ډېر بدل دی.

د ده په وينا، "دا يو ځوان، ګڼ رنګيزه او له يو بل سره تړلی هېواد دی چې غواړي د خپل مستقبل حکومت پخپله وټاکي، دا بدل شوی هېواد غواړي چې لاس ته راوړنې وساتي چې پکې د ښځو او سړيو ازادي او حقونه خوندي کړي."

عبدالله عبدالله دا هم وويل، افغانستان پر خپله خاوره هېڅ ترهګر نه غواړي او نه هم کومې ډلې ته اجازه ورکوي چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

شاه محمود قریشي او عبدالله عبدالله په خپلو وينا ګانو کې بين الافغاني مذاکراتو کې ورپېښو ګواښونو کې د امن خرابوونکيو ذکر وکړ البته د چا نوم يې وانخيست. خو دواړو وويل چې بايد په دې نظر وساتل شي او بېداره واوسي.

XS
SM
MD
LG