د لاسرسي ځای

تازه خبر

بخښنې نړیوال سازمان په هند کې خپل دفترونه تړلې


په هند کې د امنسټي له دفترونو بندیدو سره د ۱۵۰ کسانو کار په خطر کې دی.
په هند کې د امنسټي له دفترونو بندیدو سره د ۱۵۰ کسانو کار په خطر کې دی.

د بخښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنېشنل(ای اې) د سېپټېمبر پر ۲۹مه پر خپله وېبپاڼه خبر ورکړی چې په هند کې یې سره له ننه خپل دفترونه تړلې دي.

دا فېصله له هغه وروسته شوې ده چې د هند پلټنو یوې حکومتي کمیټۍ د امنیسټي انټر نېشنل بنک اکاونټونه ګنګل کړي دي.

په هند کې د امنسټي له دفترونو بندېدو سره د ۱۵۰ کسانو کار په خطر کې دی.

د امنسټي انټرڼېشنل لنډمهالي جنرل سېکټري جولې ورهار وايي، دا د هند حکومت یو شرمناکه فعل دی چې دغلته یې د دوی ادارې د بنک اکاونټونه کنګل کړي دي چې له کبله دوی مجبوره شول چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو خوندي ساتلو په اړه خپل ټول مهم کارونه وتړي.

نوموړې وایي، د دې مطلب دا نه دی چې دوی دغلته خپل مشن درولی، دوی به په هند کې د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوي لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او په دې اړه به په راروان وخت کې کوټلې منصوبه سازي کوي چې څنګه به په راروانو کالونو کې خپل دغه مهم کار پر مخ وړي.

جولې په خپل بیان کې دا هم ویلي د بخښنې نړیوال سازمان په هند کې د خپلو کاري ملګرو د حوصلې او کار ستاینه کوي چې په سختو مشکلاتو او د دوی ژوند ته د خطر باوجود یې خپل کار جاري ساتلی دی.

نوموړې وایي، د نوي ډلې شخړو په دوران، په جمو او کشمیر کې د دوی د کار او په هند کې د جنس پر بنیاد د تشدد مخنیوي په اړه د امنسټي کارکونکیو ته سخت مشکلات ول، دوی ته به د حکومت لخوا ټېلېفونونه کېدل او په میډیا کې به د دوی احتساب خبرې کېدې.

د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله وېپباڼه دا هم لیکلي په هند کې د دوی د کارکونکیو خلاف یو مهم پېل شوی چې پکې په میډیا کې د دوی پر کارکونکیو د مالي درغلیو تورونه لګول شوي، پر دوی چاپې وهل شوي او د کار کتنه یې شوې ده، خو دوی دا وایي چې کارکونکیو یې هېڅ قانون نه دی مات کړی او د بشري حقونو لپاره کار کړی دی.

په بیان کې دا هم ویل شوي دا ورځ د خپګان ورځ په دې هم ده چې هند چې د نړۍ یو مهم هېواد دی، یو پرمخ روان لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړی دی، او یو داسې ایین لري چې پکې د ولس حقونو خوندي ساتلو لوظونه شوي دي، بیا په داسې طریقو سره د یوې داسې ادارې په کار کې خنډان جوړوي چې د احتساب، انصاف او د بشري حقونو لپاره کار کوي.

بلخوا د هند حکومت د بخښنې نړیوال سازمان پر وروستي ګام لا هم څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG