د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۶،۴۷۴ ته رسېدلی


 د روغتیا نړیوال سازمان، ټیست کول او قرنطین په شان روغتیايي اصولو خیال ساتل د دې وایرس د خپرېدو مخنیوي او د مړینو کمېدو لپاره ضروري وبلل.
د روغتیا نړیوال سازمان، ټیست کول او قرنطین په شان روغتیايي اصولو خیال ساتل د دې وایرس د خپرېدو مخنیوي او د مړینو کمېدو لپاره ضروري وبلل.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکې حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې د سېپټېمر تر ۲۹مې پورې له کورونا وايرسه ۶،۴۷۴ کسان مړه شوي دي.

د وپيپاڼي ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۶۰۰ نوي پېښې ثبت شوي او يو اته کسان په کې مړه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده د پاکستان وفاقې حکومت د اګست له لسمې، رستورانونه، هوټلونه، پارکونه او سینماګانې پرانستلي ول.

خو تعلیمي ادارې یې د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا پرانېستلي دي.

د پاکستان حکومت وايي، له شپږو مياشتو راهيسې تعليمې ادارې بندې وې او د پرانستلو پريکړه يې په پوره احتياط سره شوې.
د پاکستان حکومت وايي، له شپږو مياشتو راهيسې تعليمې ادارې بندې وې او د پرانستلو پريکړه يې په پوره احتياط سره شوې.

هلته د امريکا جانز هاپکېنز پوهنتون ترمخه په افغانستان کې د سېپټېمبر تر ۲۹مې پورې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېر ۳۹،۲۵۴ ته رسېدلی دی.

په هغه هېواد کې د کوويډ۱۹ ناورغۍ له وجې ۱،۴۵۸ کسان مړه شوي خو ۳۲،۷۴۶ کسان روغ شوي هم دي.

په نړۍ کې تر ټولو زیات امریکا، هند او برازیل کې کورونا وایرس ځپلي دي. (انځور له ارشیفه)
په نړۍ کې تر ټولو زیات امریکا، هند او برازیل کې کورونا وایرس ځپلي دي. (انځور له ارشیفه)

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۰۰۲،۱۲۹ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د سېپټېمبر تر ۲۹مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۳۳ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۲۳ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وايرس وبا کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

د روغتیا نړیوالې ادارې د سېپټېمر پر ۲۵مه وویل، د اغېزمن واکسین جوړېدو ته لا میاشتې – میاشتې وخت پاتې دی نو که د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره تدابیر زیات نه شي، تر هغو پورې ښايي په دې وبا د مړینو شمېر دوه میلیونه یا تر دې ډېر شي.

"خو که خلک د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره تدابیرو ته شا واړوي یو وار بیا به د کورونا مثبتې پېښې اوج ته ورسېږي."
"خو که خلک د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره تدابیرو ته شا واړوي یو وار بیا به د کورونا مثبتې پېښې اوج ته ورسېږي."

د روغتیا د نړیوال سازمان د عاجلو روغتیايي پروګرامونو اجرايي رييس ډاکتر مایک رېن وايي چې د مړینو د شمېر د زیاتېدو مخه نیول کېدای شي.

ده د عفوني ضد یا میکروب ضد موادو او ماسک کارول، د واټن رعایتول، ټیست کول او قرنطین په شان روغتیايي اصولو خیال ساتل د دې وایرس د خپرېدو د مخنیوي او د مړینو د کمېدو لپاره ضروري وبلل.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG