د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اې اېن پي بلوچستان ویاند اسد خان اڅکزی تری تم


اسد خان
اسد خان

د عوامي نیشنل ګوند د اطلاعاتو صوبايي سېکرېټري اسد خان اڅکزی د جمعي په ورځ له کوټې سره نزدې لادرکه شوی دی. نوموړی د ګوند صوبايي مجلس عاملې غونډې ته له چمنه و کوټې ته روان وو چې له کچلاغه تر تېرېدو وروسته تری تم شوی دی.

د نوموړي مشر ورور امجد خان ایډوکیټ بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل چې اسد خان د پشتورګو ناروغه دی او که برمته ګرو پرېنښود نو روغتیا ته یې زښته ډېر زیان رسېدلای شی. ورور یې برمته ګرو ته ږغ وکړ، اسد خان سهار، غرمه او ماښام د خپلې ناروغۍ ګولۍ خوري نو دوی ورته وايي چې پکار ده د ده صحت ته زیات پام وشي.

عوامي نېشنل پارټۍ د اسد خان په تری تم کېدو سخته خواشیني ښودلې او غوښتنه یې کړې چې زغرده دې یې پرېږدي. په کوټه کې د خبریالانو مرکز کې یوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې د اې اېن پي صوبايي صدر اصغرخان اڅکزي وویل، دا د حکومت زمه داري ده چې د ولس د ځان او مال حفاظت یقیني وګرځوي. نوموړي د اسد خان لادرکه کول په دې ملک کې د باچا خان د فکر نتیجه وګڼله او زیاته کړه چې که دا کار غیر ریاستي ادارو کړی وو چې بیا بیا یې په دې صوبه کې داسې ناروا کړنې ترسترګو کېږي نو دوی له حکومته په سختۍ سره دا مطالبه کوي چې اسد خان دې په عزت سره راخوشې کړي.

اصغر خان اڅکزي وویل، که چېرې خدای یې مه کړه دا کار ریاستي ادارو کړی وي چې له سیاسي پلوه ورته غوسه وي، له بلې لارې ورته غوسه وي نو دلته په ملک کې قانون سته، عدالت سته، هره غلطي چې یې کړې وې نو باید عدالت ته راوړل شي او له هغې لارې دې د انصاف ټولې تقاضې پوره کړل شي.

د اسد خان د تری تمولو پر پېښه د عوامي نیشنل ګوند مرکزي صدر اسفندیار ولي هم سخته خواشیني څرګنده کړې ده. له باچا خان مرکز پېښوره په جاري سوي یوه بیان کې نوموړي ویلي دي چېرته چې یو سیاسي کارکن محفوظ نه وي نو هلته به د عادي وګړو څه حال وي. هغه د بلوچستان له حکومته د اسد خان اڅکزي ژر تر ژره د راخوشېکولو غوښتنه وکړه. بل پلو ته د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان د اسدخان د تښتولو په اړه د اې اېن پي و مشرانو ته تسلي ورکړې ده چې د هغه د موندلو لپاره به ټوله ګامونه پورته کړي. دا خبره د حکومت بلوچستان ویاند لیاقت شاهواني و مشال راډیو ته وکړې او ویلي چې ډېر ژر به اسد خان وموندي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG