د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تمباکو چارې دې خیبر پښتونخوا ته وسپارل شي: تمباکو کروندګر


د تمباکږ بوټی
د تمباکږ بوټی

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند ځايي مشرانو د سېپټمبر پر ۲۷مه يو ورځنی “کسان کنوېنشن” جوړ کړی وو. دا غونډه تر ډېره د تمباکو د کروندګرو پر ستونزو راڅرخېده. غونډې ته د قامي اسمبلۍ سپيکر، د مرکزي او خيبر پښتونخوا حکومتونو وزيرانو، په قامي اسمبلۍ کې د تمباکو په اړه جوړې د ذیلي کمېټې يوې مشرې او د کروندګرو استازو ويناوې وکړې. د سپيکر اسد قيصر پر فېسبوک پاڼه د دې غونډې عکسونه او وېډيوګانې خپرې شوې دي.

نوموړي غونډې ته ويلي، د خيبرپښتونخوا او په تېره د صوابۍ د پام وړ شمېر زميندارو د ژوند دارومدار تر ډېره د تمباکو پر امدن دی.

سپيکر زياته کړې، همدې ته په کتو اوسني حکومت پر تمباکو لګول شوې ۳۰۰ فيصده ماليه ۱۰ فيصده ته راټيټه کړې.

نوموړي کروندګرو ته ډاډ ورکړ چې حکومت به د هغوی د ستونزو د حل او د ژوند ښه کولو لپاره هر ممکن کوښښ کوي.

د صوابۍ کنوېنشن ته د پاکستان د تمباکو کروندګرو د ټولنې مرکزي چيرمين لياقت يوسفزي هم وينا وکړه. ده د سېپټمبر پر ۲۸مه له مشال راډيو سره په خبرو کې خپلې هغه غوښتنې تکرار کړې چې د غونډې مخې ته يې ايښې وې.

''زميندارو له وفاقي حکومته مننه وکړه چې پر تمباکو لګول شوی ټيکس يې ختم کړ او هغوی ته ښې منافعې ترلاسه کولو فرصت برابر کړ. زميندار بيا هم دوه غټې مطالبې لري چې يوه د تمباکو د في کلو بيه ټاکل دي. موږ غواړو چې دا کار له زرعي ماهرينو سره د سلا مشورو په نتيجه کې وشي. او دويمه دا چې حکومت دې تمباکو ته هم د فصل درجه او د دې د ټولو چارو اختيار دې د خيبرپښتونخوا صوبې ته ورکړي.''

د صوابۍ د يارحسين کلي حاجي ذوالفقار، چې د تمباکو کروندګر او هم يې کاروباري دی، وايي چې صوابۍ د نړۍ تر بل هر ځای ښه تمباکو توليدوي خو په خبره يې چې دې فصل او کروندګر پلو يې حکومت هېڅ توجه نه کوي.

دی له حکومته غواړي چې په صوبه کې د تمباکو نندارتونونه جوړ او نړيوال سوداګر ورته وبلي.

''حکومت سږکال د تمباکو في کلو پيداواري مصرف ۲۰۲ روپۍ ټاکلی وو، چې انتهايي کم وو. زموږ د اندازې مطابق دا لږ ترلږه ۲۳۰ پکار وو. موږ په خيبرپښتونخوا او په تېره صوابۍ کې د سګرېټو تر ټولو ښه تمباکو پيدا کوو، خو افسوس چې حکومت تراوسه دلته يو نړيوال ننداراتون هم نه دی جوړ کړی. که دا بندوبست وشي نو بهرني سوداګر به نېغ په نېغه له زميندارو تمباکو اخلي او د ملټي نيشنل کمپنيو اجاره داري به ختمه شي. د صوابۍ شاوخوا ۶۵ فيصده خلک د تمباکو له کروندې او روزګار سره تړلي دي، خو هغوی خپل سر تندی وهي او حکومت يې هېڅ پوښتنه نه کوي.''

د قومي اسمبلۍ سپيکر د زراعتو په قايمه کمېټه کې له تمباکو سره د تړليو مسالو د حل لپاره يوه سب کمېټي جوړه کړې چې مشري يې د تحريک انصاف يوه غړې شاندانه ګلزار کوي.

نوموړې هم د صوابۍ په کسان کنوېنشن کې ګډون کړی وو او د سېپټمبر پر ۲۸ مه يې مشال راډيو ته وويل، حکومت د تمباکو کروندګرو له ستونزو خبر دی او د حل لپاره يې سنجيده هڅې کوي.

دې البته د ۱۸م اييني ترميمي بل په يادولو د خيبرپښتونخوا له حکومته وغوښتل چې د دوی د کمېټې د سفارشاتو په رڼا کې د تمباکو کروندګرو ته د مرستو او مالي ګټو رسولو په چارو کې خپل رول ولوبوي. ''اکثره کروندګر وايي چې حکومت تمباکو په مخدره موادو کې حساب کړي، چې دا سمه خبره نه ده. خو دا بايد ومنو چې له تمباکو سېګريټ جوړيږي کوم چې صحت ته تاوان رسوي. موږ نه غواړو جې د تمباکو کروندګر او کاروباريان محنت ډېر او ګټه کمه وکړي. دوی ته هم بايد د چينو او غنمو د کاروباريانو په څېر فرصتونه برابر شي. د خيبرپښتونخوا حکومت بايد دا پرېکړه وکړي چې له دې صوبې به تمباکو نه بلکې يوازې سېګريټ بهر ته وځي. موږ د صوبې له حکومته غواړو چې زموږ د کمېټې د وړانديزونه په رڼا کې يوه تګلاره جوړه کړي.''

د صوابۍ د يارحسين حاجي ذوالفقار، چې د تمباکو کروندګر او کاروباري دی، د پاکستان ټوبيکو بورډ د شمېرو پر اساس وايي چې د خيبرپښتونخوا حکومت تېر کال د ټوبيکو ډېولپمنټ سېس په نوم يو ارب او ۱۰ کروړه روپۍ ترلاسه کړي دي.

نوموړی زياتوي، حکومت مکلف دی چې دا پيسې د تمباکو کروندګرو د خير ښېګڼې او د دې صنعت د ودې پر چارو ولګوي.

د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر د صوابۍ کسان کنوېنشن ته ويلي، دی به د کروندګرو دا غوښتنه چې تمباکو هم بايد يوه فصل وګڼل شي، د زراعت قايمه کمېټې ته وړاندې کوي او که کوم قانوني مشکل نه وو نو هرو مرو به يې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG