د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېنیېل پرل د وژنې مقدمه په سپریم کورټ کې


د پاکستان سپريم کورټ د امریکايي خبريال ډېنيل پرل د وژنې د مقدمې اورېدنه کړې ده.

د سيند های کورټ د ۲۰۲۰م کال د اپرېل پر ۲۰ نېټه د هغه په وژنه کې مجرم ګرځول شوي عمر شیخ د مرګ سزا د اوو کالونو په بند اړولې وه. خو د سيند حکومت او د ډينيل پرل مور او پلار د دې فيصلې پرضد په سپريم کورټ کې درخواست جمع کړ.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې سپريم کورت د دوشنبې په ورځ د اورېدنې پر مهال سيند حکومت ته حکم ورکړ چې عمر شيخ دې نه خوشی کوي. عمر شيخ د وژنې په جرم کې له تېرو شاوخوا ۱۸ کالونو راهیسې په زندان کې دی.

د سيند های کورټ د فیصلې په رڼا کې به عمر شيخ خوشي کېده خو سيند حکومت د امن عامه تر قانوني مادې لاندې هغه په حراست کې وساته چې وخت به يې د سېپټېمبر پر ۳۰مه پوره کېږي.

د وال سټريټ جورنال خبريال ډېنېل پرل په په ۲۰۰۲ ز کال کې په کراچۍ کې تر تښتونې وروسته وژل شوی وو. پوليسو په دې تور له القاعده سره تړاو لرونکی عمر سعيد شيخ او درې نور کسان نيولي ول. وروسته د کراچۍ ترهګرۍ يو عدالت تورن کسان په مجرم ګرځولو سره سزا کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG