د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخوانۍ فاټا انضمام ضد اورېدنه کېږي


د قبایل تحفظ مومنټ مشران او نور قبایلي مخور وايي، هیلمن دي چې د پخوانۍ فاټا د انضمام خلاف د هغوی دریځ ته پام وکړي.

هغوی دا دریځ لري چې د ۲۰۱۸ کال په مې کې چې کله پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې ضم کېده نو د قبایلو د رایې چا پوښتنه نه وه کړې.

د ۲۰۲۰ کال د سېپټمبر پر ۲۳مه، سپریم کورټ د پخوانۍ فاټا د انضمام خلاف درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړ او د پاکستان لوی څارنوال ( اېټارني جنرل )، د خیبر پښتونخوا ایډوکیټ جنرل او د قبایلي ضلعې د پارلېمان غړو ته یې په راروانه اورېدنه کې د حاضرېدو نوټس جاري کړ.

د قبایل تحفظ مومنټ مشران وايي، د پاکستان د ایین له مخې د قبایلو د یوې جرګې له خوښې او رایې پرته د اساسي قانون په ۲۴۶ او ۲۴۷ مادو کې څوک بدلون نه شي راوستلی.

د یاد غورځنګ مشر سردار اصغر اپریدي د سېپټمبر پر ۲۶مه، په دې اړه مشال راډیو ته وویل:"د سپریم کورټ درو ججانو زموږ کیس منظور کړ او ویې ویل، دا خبره به معلوموي چې قبایل د فاټا په انضمام ولې خوشاله نه دي؟ عدالت ټول ذمه وار کسان د راروانې اورېدنې لپاره غوښتي دي."

یو قبایلي مشر داود اپریدی وایي، هغوی ځانله صوبه "قبایلستان" غواړي، چېرته چې هغوی د قبایلي دود ـ دستور سره سم خپل ژوند تېرولی شي.

نوموړی وايي، د ازادې قانون جوړوونکې اسمبلۍ غوښتونکي دي. هغه زیاتوي چې د هغوی اییني حیثیت به د هغوی په خوښه بدلېږي او دا خبره په ایین کې هم لیکل شوې ده.

خو په قامي اسمبلۍ کې د مومندو استازی ساجد خان وايي، هغوی د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ګډولو د دریځ کلک ملاتړ کوي او هغوی ګڼي چې له دې سره به قبایلو ته زیاتې ګټې ورسېږي.

نوموړی وړاندې وايي: "خلک وايي چې د فاټا د انضمام څه ګټه وه؟ موږ ورته وایو، ثمرات به یې زر مخې ته راشي. اوس هم ګورو چې اېف سي ار ختم شو، فاټا سېکرټريت ختم شو او په فاټا کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وشول، دا لویې لاس ته راوړنې دي."

نوموړی وايي، د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سېپټمبر پر ۲۸مه په څلورم ځل مومندو ته روان دی، وزیر اعلی مخمود خان هم ډېر ځلې هلته ورغلی.

XS
SM
MD
LG