د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیرین مزاري: جنسي تیري کوونکي عام محضر کې نشو اعدامولی


عام ولس له حکومته غوښتنه کوي چې جنسي تیري کوونکو ته سخته سزا ورکړي.
عام ولس له حکومته غوښتنه کوي چې جنسي تیري کوونکو ته سخته سزا ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو وزیره وايي، حکومت جنسي تېري کوونکو ته په عام محضر کې د اعدام د سزا ورکولو کومه اراده نه لري خو هڅه یې ده چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره لارې پیدا کړي.

شیرین مزاري د سېپټمبر پر ۲۵مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، حکومت یې هڅه کوي چې د جنسي تېریو پېښې په هر صورت ودروي. نوموړې وویل، په دې اړه په بېلابېلو چارو غور روان دی چې پکې د زیاتي ښکار شوي تن نه پوره پوره انصاف ورکول، د داسې قضیو د پلټنو لپاره د ښځینه پولیسو په زیات شمېر کې په کار ګومارل او د یو ځانګړي (رېپ یېل) جوړول شامل دي.

خو هم د تحریک انصاف غړی او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خیبر ضلعې استازی اقبال افریدی وايي، پاکستان یو اسلامي هیواد دی او د جنسي تېریو مجرمانو له باید "سرعام" اعدام ورکړل شي. نوموړی وايي، په دې اړه یې اسمبلۍ ته خپل وړاندیز هم ورکړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د ادارې (هیومن رايټس کمېشن اف پاکستان) د خیبر پښتونخوا څانګې مشر شاهدالله جان د سېپټمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، پاکستان په نړېواله کچه ځینې داسې تړونونه لاس لیک کړي دي چې له وجې یې داسې قوانین نه شي جوړولی. نوموړی وايي، بله خبره دا هم ده چې دا ډول سزاګانې منفې اغېز لري.

د پېښور های کورټ وکیل شبیر حسین ګګیاڼی وايي، د سزا د کمولو یا زیاتولو سره جرمونه نه کمېږي. د نوموړي په وینا د جرمونو د مخنیوي لپاره پکار دي چې شته قوانین عملي شي، پولیس سمې پلټنې وکړي او خلکو سره انصاف وشي. د نوموړي په وینا تر اوسه په پاکستان کې د جنسي تیري کوم مجرم ته د مرګ سزا نه ده ورکړل شوې.

په پاکستان کې پر مېرمنو او وړو جینکیو د جنسي تېري پېښې په تېرو څو کلونو کې زیاتې شوې دي. وړې نجونې خو له جنسي تیري وروسته د تیري کوونکو لخوا وژل کېږي هم. عام ولس له حکومته غوښتنه کوي چې جنسي تیري کوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG