د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګور اډه کې د کسټم خلاف احتجاج


خلکو په انګور هډه کې لاره تړلې ده.
خلکو په انګور هډه کې لاره تړلې ده.

د جنوبي وزیرستان اوسیدونکو پر انګور اډه د کسټم شروع کولو خلاف د سېپټمبر پر ۲۶مه هم د درېیمې ورځې لپاره خپل احتجاج ته دوام ورکړ.

دوی پر سړک خېمې لګولي، پرلت یې غځولی او افغانستان ته ورغلې لاره یې تړلې ده. محمد رسول هم یو له احتجاج کوونکیو څخه دی، هغه مشال راډیو ته وویل، ټول قامونه په اتفاق راوتلي او احتجاج یې پیل کړی دی. نوموړی وايي، له حکومته یې غوښتنې دا دي چې د بجلۍ او ټیلیفون غم یې وخوري او پر لیکه دې ازاد تګ ـ راتګ ته پرېښودل شي.

نوموړی وايي، د کسټم د استعمال لپاره زمکه دوی حکومت ته ورکړې خو مراعات یې بیا نورو ته رسېږي کوم چې هغوی ته د منلو وړ نه دي.

د سید محمد په نوم یو بل تن چې هغه هم په پرلت کې شامل دی، مشال راډیو ته وویل، حکومت پر ځای د دې چې د هغوی غوښتنې ومني، په دې هڅو کې بوخت دی چې پرلت څنګه ختم کړي؟

په انګور اډه د ځايي خلکو د احتجاج له وجې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کوونکي کسان او د لاریو چلوونکي هم له ستونزو سره مخ شوي دي. یو ډرایور مشال راډیو ته وویل، لارۍ یې ډکه ولاړه ده او د مخکې تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د جنوبي وزیرستان ډېپټمي کمېشنر خالد اقبال د خلکو د احتجاج، پرلت او لارې تړلو په اړه د سېپټمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل:

"په اتګور اډه ټرمېنل کې د کسټم (سیټ اپ) جوړول څه نوې خبره خو نه ده. دا په چمن او تورخم کې هم شته او په غلام خان کې به هم جوړېږي."

نوموړی وايي، بجلي یا د مبایل سهولت خو داسې زر سیمې ته نه شي راتلی، دا خو به ډېر وخت ته اړتیا لري او چې کسټم جوړ شي نو ورسره به عایدات هم زیات شي او دا سهولتونه به هم مخې ته راشي.

خالد اقبال زیاته کړه، په داسې حال کې چې حکومت د خلکو خبره اوري نو بیا د احتجاج او پرلت هېڅ ضرورت نه لیدل کېږي. هغه پر خلکو غږ وکړ چې لاره دې پرانېزي او احتجاج دې ختم کړي. خو د احتجاج کوونکو مشران وايي، که خبره یې وانه ورېدل شوه نو د احتجاج لمن به تر اسلام اباده وغځوي.

XS
SM
MD
LG