د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر انګور اډه د کسټم خلاف احتجاج


جنوبي وزیرستان: انګوره اډه کې پرلتوالو افغانستان او پاکستان ته د تلونکو مال وړونکو ګاډو پرمخ لار وتړله. ۲۰۲۰، ۲۴ سېپټېمبر
جنوبي وزیرستان: انګوره اډه کې پرلتوالو افغانستان او پاکستان ته د تلونکو مال وړونکو ګاډو پرمخ لار وتړله. ۲۰۲۰، ۲۴ سېپټېمبر

جنوبي وزیرستان د انګور اډې اوسیدونکیو نن د سپټمبر پر ۲۴ د کسټم پېلېدو پر ضد احتجاجي پرلت پېل کړی دې، او له افغانستان سره سرحدي دروازه یې د هر قسم تګ راتګ لپاره تړلې ده.

احتجاجیانو مشال راډیو ته وویل، دوی درې غوښتنې لري، لومړی دې د دوی په سیمو کې د موبایل ټیلیفونونو نېټورک بحال کړل شي، دوهم له کسټم سره دې د دوی په سیمو کې بنکونه جوړ کړل شي او درېم دې د سیمې اوسیدونکيو ته بې له وېزو د تګ راتګ اجازت ورکړل شي.

د کسټم خلاف پر انګور اډه احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

احتجاجیانو دا هم وویل کله چې حکومت د کسټم افتتاح وکړه نو له دوی سره يې د سیمې د پرمختګ په اړه د ځینو کارونو کولو لوظونه کړي ول چې لا یې هم نه دي پوره کړي. دا وخت د دغه احتجاج له وجې په سلګونه ګاډي دواړو خواوو ته پر لاره ولاړ دي.

بلخوا د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر ډي پي او شوکت علي مشال راډیو ته وویل دوی کوشش کوي چې له احتجاجیانو سره د خبرو له لارې مسله هواره کړي.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د روان کال (۲۰۲۰م) په مارچ مياشت کې له افغانستان سره سرحدي لارې وتړلې چې وروسته یې ځینې خلاصې کړې او د انګور اډې سرحدي لاره یې د جولای پر۱۰مه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه کړه.

پاکستان له افغانستان سره یو شمېر تجارتي لارې لري چې تورخم، چمن، غلام خان، انګور اډه او خرلاڅو یې مهمې هغه بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG