د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا سره له تړونه پس طالبانو افغانستان کې ۷۰۰۰ بریدونه کړي: افغان حکومت


قطر: د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایکل ار. پامپیو له طالب پلاوي سره په دوحه کې ویني. ۲۰۲۰، ۱۲ سېپټېمبر
قطر: د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایکل ار. پامپیو له طالب پلاوي سره په دوحه کې ویني. ۲۰۲۰، ۱۲ سېپټېمبر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د امریکا د سولې د تړون له لاسلیکېدو راهېسې طالبانو په افغانستان کې ۷۰۰۰ وسله والې حملې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې تړون شوی و. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو په ولسي خلکو، امنیتي ځواکونو، او عامه تاسیساتو دغه بریدونه ترسره کړي دي.

طارق ارین وايي، په دغو حملو کې نږدې ۳۵۰۰ ملکي کسان وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي. نوموړی وايي، افغان سرتېرو هم په ځوابي بریدونو کې طالبانو ته د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ مخامخ خبرې چې د سېپټمبر پر ۱۲مه، په دوحه قطر کې پیل شوې وې، لا هم دوام لري.

جګړه ختموم، سرتېري راستنوم: ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه به خپل هېواد ته ستانه کړي.

ټرمپ وایي، متحده ایالات به د سولې راوستونکي هېواد په توګه خپل مسؤلیت پرځای او په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې په سېشنبه د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، وکړې.​

ټرمپ وویل: "همدا اوس چې موږ خبرې کوو، متحده ایالات هم پر دې کار کوي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او موږ خپل ځواکونه کور ته راستانه کړو. امریکا د سولې راوستونکي په توګه زموږ برخلیک ټاکي، خو دا سوله له یوه پیاوړي دریځه ده."

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره دا ژمنه بیا داسې مهال تازه کوي چې په قطر کې د جګړې د دوو مهمو لورو، د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ خبرې له څه باندې ۱۰ ورځو راهیسې پیل شوې دي.

قطر کې د سولې خبرې
قطر کې د سولې خبرې

دغو خبرو ته چې تر اوسه په ابتدایي مرحله کې دي، له هغه وروسته لار هواره شوه چې متحده ایالاتو د سږني کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه له طالبانو سره یو تړون وکړ.

د دغه تړون له مخې متحده ایالات د طالبانو د یو شمېر ژمنو په بدل کې له افغانستانه خپل ټول سرتېري په ۱۴ میاشتو کې باسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ پیل شویو خبرو ته خوشبیني ښکاره کړه چې هغه به جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

ګوترش وایي، د سولې هر اړخیزه پروسه چې د ښځو په ګډون د ټولنې یو شمېر نور لوري په‌کې شامل وي، په افغانستان کې د دایمي حل‌لارې هیلې زیاتوي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې، د افغانستان د سولې د خبرو پیلېدل یو مهم پرمختګ (د عطف ټکی) دی چې له کلونو هڅو وروسته به یوه جامع او تلپاتي اوربند ته رسېدل په اجندا کې وي. د سولې هر اړخیزه پروسه چې په‌کې ښځې، ځوانان او د جګړې قربانیان د پام وړ استازیتوب لري، د یوې دایمي حل‌لارې ډېره هیله زیاتوي."

په عین حال کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې چې له مخکې ارګ خپره کړې، د ملګرو ملتونو له غړو وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

غني بیا پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند وکړي، خو طالبانو ویلي چې اوس نه، بلکې د خبرو په دوام کې به پر اوربند غور وکړي.

XS
SM
MD
LG