د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان سرکار ۱۳ نورې تعلیمي ادارې وتړلې


د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یو سکول عکس (ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یو سکول عکس (ارشیف)

د پاکستان حکومت د کورونا مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو نه عملي کولو له کبله ۱۳ نورې تعليمي ادارې تړلي دي.

تر دې مخکې د سېپټمبر پر ۱۷مه د کورونا وايرس کمانډ اېنډ کنټرول مرکز ویلي وو چې په ټول ملک کې ۲۲ تعلیمي ادارې تړلي شوي چې په خیبر پښتونخوا کې یې ۱۶، اسلام اباد کې یو او د پاکستان انتظام لاندې کشمیر کې یې پینځه ښوونځي تړلي دي.

په تېرو څلورو ورځو کې په مجموعي توګه ۳۵ تعليمي ادارې تړل شوي.

يادې ادارې نن، د سېپټمبر پر ۱۸مه، ويلي ول چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره لارښونې نه عملي کولو له وجې په خيبر پښتونخوا کې ۱۰ او سند صوبه کې درې تعليمي ادارې تړل شوې دي.

د روغتیا وزارت ویاند ساجد شاه د سېپټېمبر پر ۱۷مه پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د کورونا په اړه په سوشل میډیا خپرېدونکي ناسمو خبرونو ته پام کوي او یوازې هغه خبرونه دې سم ګڼي چې د وزارت له خوا خپرېږي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس په اړه معلومات ورکونکې حکومتي ويبپاڼې ليکلې چې تر نن سهاره د کوويډ۱۹ ناروغانو شمېر درې لاکه څلور زره شپږ اتياو [۳۰۴۳۸۶] ته رسېدلی دی. له دې ناورغۍ (شپږ زره څلور سوه اته ۶۴۰۸) کسان مړه شوي او تر دوو لاکو يونوي زرو زيات کسان رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG