د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د خیبر پښتونخوا کابینه کې بیا بدلونونه راوستل


د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ تالار
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ تالار

د خیبر پښتونخوا حکومت یو وارې بیا په کابینه کې بدلون کړی او شنونکي ګڼي چې بار بار دا ډول اقدامات کول چارې اغېزمنوي.

حکومت دا ځل د تعلیم، بلدیاتو، مالیې، زکوات، لوړو زده کړو، کار او مواصلاتو یا سي اېنډ ډبلیو، ولسي صحت او انجینیرنګ محکمو کې بدلونونه کړي دي.

د سېپټمبر د ۱۸مې په شپه خپور شوي نوټیفیکېشن کې ویل شوي چې شهرام خان ترکی یو وارې بیا په کابینه کې شامل کړل شوی او ورته د تعلیم وزارت سپارل شوی دی، اکبر ایوب ته د مقامي حکومتونو محکمه ورکړل شوې، همدا رنګه قلندر لودي ته د مالیې او انورزېب ته د زکات قلمدانونه سپارل شوي دي.

شنونکي او سیاسي مشران وايي، دومره زر زر کابینه کې بدلونونه کول مناسب اقدام نه دی او له دې سره حکومتي کارونه اغېزمنېږي او ولس ته ستونزې او سرخوږی پیدا کېږي.

د پېښور پوهنتون د سیاسي علومو یا پولیټيکل ساینس څانګې استاد پروفیسر ډاکټر عبدالرووف مشال راډیو ته وویل، د وزارتونو د قلمدانونو بدلول یو سیاسي عمل دی خو په کومه پیمانه چې اوسنی حکومت بدلونونه راولي ترې جوتېږي چې پرېکړې د تحریک انصاف ګوند نه بلکې نور څوک کوي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوند عوامي نیشنل پارټۍ پارلیماني مشر سردار حسین بابک وايي، د تحریک انصاف ګوند غړي سنجیده نه دي، تجربه نه لري او په تېرو څو کلونو کې واکمن ګوند مناسب کسان د وزارتونو لپاره نه دي موندلي نو ځکه په کابینه کې بار بار بدلونونه کوي. نوموړی زیاتوي، همدا ده چې د خیبر پښتونخوا صوبه د بد انتظامۍ ښکار ده.

خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، په تحریک انصاف کې شامل کسان د یو سوچ او یوې نظریې خلک نه دي نو ځکه د خپلمنځيو اختلافاتو له وجې دا ډول بدلونونه مخې ته راځي او پر یادو محکمو منفي اغېز پرېووځي.

خو د واکمن تحریک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی همایون خان وايي، د شفافیت او غوره کارکردګۍ په لټون یې ګوند بار بار په کابینه کې بدلونونه کوي.

XS
SM
MD
LG