د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان هایکورټ: بلیلي کسټم او چېک پوسټ دې له ښاره وویستل شي


عثمان کاکړ وايي، پکار دی چې دغه چیک پوسټونه په ټولو ضلعو کې ختم شي.
عثمان کاکړ وايي، پکار دی چې دغه چیک پوسټونه په ټولو ضلعو کې ختم شي.

د بلوچستان هایکورټ امر کړی چې د کوټې ښار سره نږدې د بلیلي کسټم او د سرحدي عسکرو امنیتي پوسته دې له ښاره وویستل شي.

عدالت د سېپټېمبر پر ۱۸مه دا پرېکړه د یو وکیل بشیر سرګړه د درخواست له اورېدو وروسته کړې ده.

د بلوچستان د وکیلانو د اتحادیې مرستیال مشر منیر کاکړ ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل، بلیلي سیمه د میونسېپېلټي یا د ښاروالۍ علاقه ده او دا د سرحدي عسکرو په ولکه کې نه راځي نو اېف سي ته پکار دي چې له دغه ځایه ووځي.

نوموړی وايي، په یاده سیمه کې اېف سي ځواکونه برناحقه خلک تنګوي او د هغوی له سختۍ نه د سیمې مېرمنې، مشران او ماشومان په عذاب دي.

منیر زیاته کړه، عدالت چې کومه فیصله کړې هغه ښه فیصله ده،که پرې عمل وشي نو خلک به له ډېرو ستونزو خلاص شي.

د بلوچستان هایکورټ د دې پریکړې زیاترو خلکو هرکلی کړی دی او هغوی وايي د بلیلي چیک پوسټ خلک تر پوزې راوستي وو نو ځکه یې د لرې کېدو په امر هغوی خوشاله دي.

په دې اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي،: "د بلیلي چیک پوسټ په اړه د هایکورټ فیصله د ستاینې وړ ده ځکه چې زرګونه ګاډي هره ورځ پر دې سړک تېرېږي. له اسلام اباد او پېښوره نیولې بیا د جنوبي پښتونخوا او قندهاره پورې خلک پر دې چیک پوسټ کوټې ښار ته داخلېږي. پر دې چیک پوسټ له خلکو سره ډېر زیاتی کېدو، پر دې سیاسي جماعتو احتجاج هم کړی وو."

عثمان کاکړ زیاتوي، پکار ده چې دغه چیک پوسټونه په ټولو ضلعو کې ختم شي.

کله چې مو په دې اړه په کوټه کې د کسټم د ادارې له ویاند عطا بړیڅي سره اړیکه ونیوله نو نوموړي وویل، د هایکورټ پر حکم به عمل کوي.

د یادونې وړ ده چې د بلیلي پر چیک پوسټ هر ورځ د کسټم او سرحدي عسکرو له لخوا د ګاډو او سوارلو تالاشي کېږي چې له کبله یې له سهاره تر ماښامه پورې لوی قطارونه ولاړ وي او بیا په خاصه توګه کوټې ښار ته راداخیلېدونکي خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG