د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۶۴۱۵ ته رسېدلی


 په نړۍ کې تر ټولو زیات امریکا، هند او برازیل کې کورونا وایرس ځپلي دي. (انځور له ارشیفه)
په نړۍ کې تر ټولو زیات امریکا، هند او برازیل کې کورونا وایرس ځپلي دي. (انځور له ارشیفه)

د پاکستان د صحت محکمې ځانګړې ویب پاڼې لیکلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اووه تنه مړه شوي او ۶۴۵ نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

ویب پاڼه زیاتوي چې تر اوسه په پاکستان کې د کورنا وهلیو مجموعي شمېر ۳۰۵،۰۳۱ دی چې تر ۲۹۲،۰۴۴ زیات ورڅخه جوړ شوي هم دي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې ، د سېپټېمبر پر ۱۹ په نړۍ کې په مجموعي توګه ۳۰ میلیونه او نېږدې څلور لاکه کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۹۵۱،۸۴۱ ته رسېدلی دی.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا ، هند او برازیل کې دي. خو په نړۍ کې تر اوسه له دې وبا څخه تر ۲۰ میلیونه زیات کسان روغ شوي هم دي.

کورونا وايرس وبا کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG