د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه د هېواد د هرې برخې ساتنې ته چمتو دي: اسدالله خالد


اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونه د هیواد په هره برخه کې د دفاع لپاره چمتو دي.
اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونه د هیواد په هره برخه کې د دفاع لپاره چمتو دي.

د افغانستان ملي دفاع وزیر اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونه د هېواد د هرې برخې ساتنې ته چمتو دي او د هېواد هېڅ یوه برخه یې له سقوط سره نه ده مخ شوې.

نوموړي دا څرګندونې د سېپټېمر پر ۱۷مه په لغمان کې وکړې.

هغه د کورنیو چارو له وزیر مسعود اندرابي او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له مشر جنرال سکاټ میلر سره هلته ورغلی و.

اسدالله خالد په دې موقع وویل، افغان ځواکونه د هېواد په هره برخه کې د دفاع لپاره چمتو دي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي رسنیو ته وویل، د وسله والو د مخنیوي لپاره لغمان ولایت کې د پولیسو نور ځواکونه هم ځای پر ځای کېږي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر جنرال سکاټ مېلر په دې موقع رسنیو ته وویل، په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې له نېږدې څاري او تمه لري چې ښې پایلې به ولري.

نوموړي افغان ځواکونه د سیمې په کچه د قوي ځواک په نامه یاد کړل او زیاته یې کړه چې د خپل ولس او خپلې خاورې دفاع کولای شي او په دې لاره کې ورسره نړیوال ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG