د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمهوریت اصل له مخې ولس ته ځواب ویونکي دي: د پکتیا چارواکي


قومي مشرانو داسې غونډې د حکومت او ولس تر منځ يې د واټن کمیدو په برخه کې یو ګټور ګام وباله.
قومي مشرانو داسې غونډې د حکومت او ولس تر منځ يې د واټن کمیدو په برخه کې یو ګټور ګام وباله.

(مخامخ له ولس سره) د سېپټېمبر پر ۱۶مه د هغه غونډې نوم وو، چې په هغې کې د پکتیا مدني فعالانو، قومي مخورو، خبریالانو او یو شمېر اوسېدونکو خپلې غوښتنې، پوښتنې او انديښنې له ځايي چارواکو سره مخامخ شریکې کړې.

دوی د پکتیا یو شمېر ولسوالیو ته د غځیدلو لارو د امنیت خرابولی، په ټوله کې شته امنیتي ګواښونه او هدفي وژنې د هغو ننګونو په توګه یادې کړې، چې د خلکو ژوند يې له ستونزو سره مخامخ کړی.

د غونډې ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې د ولایتي ادارې لخوا ددې ناستې د رابللو اقدام وستایه او د حکومت او ولس تر منځ يې د واټن د کمیدو په برخه کې یو ګټور ګام وباله.

د پکتیا یو قومي مشر علي جان محمدي مشال راډيو ته وویل، دا په نږدې دوه لسیزو کې لومړی ځل دی، چې په د ولایت والي، په خپله او نور ملکي او پوځي چارواکي د ولس مخې ته کېنوي او ولس ورسره خپلې ستونزې او اندیښنې شریکوي.

قومي مشران وايي، دا ډول اقدامات د خلکو او حکومت تر منځ د واټن په کمولو کې ګټور تمامیږي
قومي مشران وايي، دا ډول اقدامات د خلکو او حکومت تر منځ د واټن په کمولو کې ګټور تمامیږي

ده زیاته کړه، دا ډول اقدامات د خلکو او حکومت تر منځ د واټن په کمولو کې ګټور تمامیږي. (مخامخ له ولس سره) په ناسته کې د پکتيا والي، د تندر قول اردو مرستيال، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئیس، د ولايتي شورا استازو، د ګردېز د امنيتي حوزو او ترافيکو مسؤلينو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او خبریالانو برخه اخیستې وه.

مدني فعال محمدکریم روښان بیا وویل، چارواکي هغه وخت د امنیت له حقیقي حالته خبریږي، چې په دا ډول ناستو کې پرته له هر ډول خنډ او ویرې حقایق ووايي.

ده وویل، کچیرې چارواکي له وضعیت څخه په وخت خبر شي، نو ستونزې نه غټیږي. د پکتیا امنیه قوماندان سمونوال سلطان داود سلطان هم وايي، چې ولس سره ګډې ناستې، د هغوی د ستونزو اوریدل، د هغوی امنیت خوندیتوب او هغوی ته ډاډ ورکول د دوی دنده ده.

ده د پکتیا له والي مننه وکړه، چې پدې ناسته کې يې خلکو ته زمینه برابره کړه، چې د امنیت په اړه دوی سره حقایق شریک کړي او په ځینو مواردو کې امنیتي ادارې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي. بلخوا د پکتیا والي محمدحلیم فدايي وايي، لدې ناستو يې موخه داده چې ولس ته د انديښنو د شریکولو فرصت په لاس ورشي.

فدايي وویل، دا ډول برنامې د جمهوریت د ټېنګښت، روڼتیا او د مسوول حکومت د غښتلتیا لپاره مهمې دي.

د پکتیا والي محمدحلیم فدايي زیاته کړه، چې په راتلونکې کې به ټولې ملکي ادارې او عدلي او قضايي ارګانونه له ولس سره کیني، د ولس غوښتنې او نیوکې به له نږدې اوري.

دی وايي، دا برنامې د ټولنیزو شبکو له لارې هم په ژوندۍ بڼه خپریږي، څو خلک وکولی شي، چې له لیرې هم خپلې پوښتنې او غوښتنې مطرح کړي.

د پکتیا والي وویل، پدې غونډو کې به د خلکو او رسنیو په ګډون همدارنګه د هغوی په نیوکو، غوښتنو او پوښتنو هېڅ سانسور نه وي موجود.

XS
SM
MD
LG