د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پر خبريالانو او رسنيو زياتېدونکی فشار


په پاکستان کې پر خبريالانو او رسنيو زياتېدونکی فشار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د درې خبريالانو پرضد مقدمې درج شوې دي. د اسد علي طور، ابصار عالم او بلال فاروقي پرضد په درج شويو مقدمو کې تور پورې شوی چې دوی د پاکستان رياست، حکومت او پوځ پرضد پر ټولنيزو رسنيو له سپکاوي ډکې خبرې او تبلیغات کړي دي. خو دوی درې واړه دا تورونه ردوي. د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د سېپټېمبر پر ۱۵مه په بيان کې د خبريال اسد علي طور پرضد د مقدمې درجول غندلي دي. بيان زياتوي چې د خبريالانو پر ضد دغسې اقدامات د دې تصديق کوي چې حکومت د بیان ازادي د ختمولو هڅه کوي. دا لومړی ځل نه دی چې د خبريالانو خلاف مقدمې جوړېږي بلکې تر دې وړاندې هم پر نورو خبريالانو، د ټولنيزو رسنيو فعالانو او د رسنيو مالکانو باندې مقدمې جوړې شوې، له نوکريو اېستل شوي او ځينې پکې نيول شوي هم دي. د خبريالانو د حقونو لپاره فعاله سازمانونو په پاکستان کې د بيان پر ازادۍ زياتېدونکی فشار په وار وار غندلی دی خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د هغه وزيران په بيا بيا دا ادعا کوي چې په هېواد کې يې د بيان او اظهار بشپړه خپلواکي شته. دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبريونين اف جرنلسټس له دوو پخوانيو مشرانو شميم شاهد او سېف الاسلام سيفي سره څېړل شوې ده.

په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د درې خبريالانو پرضد مقدمې درج شوې دي. د اسد علي طور، ابصار عالم او بلال فاروقي پرضد په درج شويو مقدمو کې تور پورې شوی چې د پاکستان رياست، حکومت او پوځ پرضد يې پر ټولنيزو رسنيو له سپکاوي ډکې خبرې او تبلیغات کړي دي. خو دوی دا تورونه رد کړي دي. د بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان د سېپټېمبر پر ۱۵مه په بيان کې د خبريال اسد علي طور پرضد د مقدمې درجول غندلي دي. بيان زياتوي چې د خبريالانو پر ضد دغسې اقدامات د دې تصديق کوي چې حکومت د بیان ازادي د ختمولو هڅه کوي. دا لومړی ځل نه دی چې د خبريالانو خلاف مقدمې درج شوې بلکې تر دې وړاندې هم پر نورو خبريالانو، د ټولنيزو رسنيو فعالانو او د رسنيو مالکانو باندې مقدمې جوړې شوې، له نوکريو اېستل شوي او ځينې پکې نيول شوي هم دي. د خبريالانو د حقونو لپاره فعاله سازمانونو په پاکستان کې د بيان پر ازادۍ زياتېدونکی فشار په وار وار غندلی خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د هغه وزيران په بيا بيا دا ادعا کوي چې په هېواد کې يې د بيان او اظهار بشپړه خپلواکي شته.
دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبريونين اف جرنلسټس له دوو پخوانيو مشرانو شميم شاهد او سېف الاسلام سيفي سره څېړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG