د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريري امتحانونو پرضد د کوهاټ پوهنتون زده کوونکيو احتجاج


دوی د انلاين ازموينو بغير هېڅ قسمه ازموينو ته تيار نه دي او تر څو پورې چې د دوی غوښتنې نه وي منلی شوي د دوی احتجاج به دوام لري.
دوی د انلاين ازموينو بغير هېڅ قسمه ازموينو ته تيار نه دي او تر څو پورې چې د دوی غوښتنې نه وي منلی شوي د دوی احتجاج به دوام لري.

د کوهاټ پوهنتون زده کوونکو د انلاين پرځای د تحريري ازموينو پرضد د سېپټېمبر پر ۱۵مه احتجاجي مظاهره وکړه.

د پوهنتون يو زده کوونکی جمال اپرېدي مشال راډیو ته وويل چې دوی ته ويل شوي ول چې انلاين ازموينې لپاره تياري وکړي خو يوه اوونۍ وړاندې يې زده کوونکو ته د تحريري ازموينو خبر ورکړل شو، کلاسونه انلاين شوي او اوس د پوهنتون انتظاميه فزيکل امتحان اخيستل غواړي.

نوموړي وايي، دوی د جولای په مياشت کې درخواست هم کړی وو چې امتحان به انلاين وي د پوهنتون انتظامیې تقسیموقات ولګولو دې سره زده کوونکي او د پوهنتون استادان هم د فشار ښکار شول.

فرحان اپرېدی هم د ياد پوهنتون زده کوونکی دی ده مشال راډیو ته وويل چې د نوي کورونا وايرس له کبله دوی له پوهنتون څخه بهر وو او د پوهنتون له پرانستل کيدو سره دوی د پوهنتون انتظاميې انلاين پر ځای مخامخ تحريري ازموينې يا امتحان اخېستل غواړي او دې لپاره د پوهنتون يو زده کوونکی هم تيار نه دی.

نوموړي وايي، "زموږ شپږ مياشتې وشوې چې د پوهنتون څخه بهر مو لوموړی د انلاين امتحانونو خلاف احتجاج وکړ هغه هم ونه منل شو اوس راباندې په زور فزيکل امتحان کوي حالانکې يو زده کوونکي هم نه دی تيار.

یو بل زده کوونکی شاکرالله وايي، زده کوونکي غواړي چې دوی نه دې انلاين ازموينې واخېستل شي او يا دې ورته د مخامخ تحريري امتحان لپاره وخت ورکړل شي فاینل امتحان راروان دی د زده کوونکيو تياري نه شته په ورځ کې لس لس ليکچرې اپلوډ کېږي.

نوموړي زیاته کړه، لوموړی دې انلاين امتحان وشي او يا دې دوی لپاره د کلاسونو انتظام وشي بيا چې کوم امتحان اخلي موږ ورته تيار يو.

د پوهنتون چارواکو دریځ

په دې اړه د ياد پوهنتون وياند ذيشان بنګش وويل چې وار دمخه د زده کوونکو ۷۰ فيصدي ارزونه انلاين شوي او د پوهنتون انتظامیې پرېکړه کړې وه چې پاتې ۳۰ فيصدي ازموينې به مخامخ يا تحريري اخلي.

د پوهنتون مشر د زده کوونکو د پوښتنو په رڼا کې وویل، ازموينې يوه اوونۍ وځنډولی نو د سېپټېمبر ۱۵مې پر ځای د سېپټېمبر پر ۲۱مه پیلېږي او په دې کې د دې خبرې ‌ذکر هم شوی چې ازموينې به په يوې اوونۍ کې سرته نه رسېږي بلکې دوه اوونۍ کې دې سرته ورسول شي. او د دې په منځ کې زده کوونکو ته ورځې ورکړی شوي چې دوی ته څه ستونزه نه وي.

بلخوا زده کوونکي وايي چې دوی د انلاين ازموينو بغير هېڅ قسمه ازموينو ته تيار نه دي او تر څو پورې چې د دوی غوښتنې نه وي منلی شوي د دوی احتجاج به دوام لري.

XS
SM
MD
LG