د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا برادر د پاکستان بندي او خواجه اصف یې د دفاع وزیر وو: وحید عمر


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او ملابرادر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او ملابرادر

د طالبانو د ستاینې لپاره د پاکستان د یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ټویټ ناندریز شوی او د افغان حکومت، یو شمېر افغان سیاستوالو او شنونکو غبرګون یې را پارولی دی.

د افغان ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحید عمر خواجه اصف ته لیکلي، همدغه ملا برادر هغه مهال په پاکستان کې بندي و چې تاسو د دفاع وزیر وی.

عمر دې ټویټ کې وړاندې خواجه اصف ته لیکلي: "کله چې تاسو وزیر وئ، پاکستانيو طالبانو د پوځ پر یوه ښوونځي برید کې ۱۴۰ ماشومان ووژل، ایا هغوی هم خدای درلود."

د پاکستان دفاع پخواني وزیر خواجه محمد اصف دغه ټویټ چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په اړه یې کړی له پاکستان سربېره، په افغانستان کې هم غبرګونه شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د خواجه اصف د ټویټ په غبرګون ټویت کړی او ویلي یې دي: "ښاغلی خواجه صیب، خدای ستاسو په اجاره کې نه دی، بلکې وحشیتوب، وژل او غارت ستاسو په اجاره کې ده."

د خواجه اصف ټویټ په پاکستان کې هم غبرګونونه راپورته کړي دي.

په امریکا کې مېشت پښتون سیاسي شنونکي محمد تقي د خواجه اصف اصف ټویټ ته په ځواب کې لیکلي: "الله پاک دې تا ته او ستا ټول ټبر ته د طالبانو په رژیم کې د لوی ژوند موقع درکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د ښاغلي اصف په ځواب لیکلي: "او حکومت چې تر اوسه میلیونونه ډالره اخیستي هغه د چا ول؟"

د پاکستان پارلمان غړي او د دې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ پر ټویټر لیکلي: "خدای نه ظلم کوي او نه ظالمانو سره دی، الله د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه‌کوي."

له دې وړاندې هم د پاکستان یو شمېر نورو چارواکو د طالبانو د ملاتړ په اړه څرګندونې کړي او ان پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف په یوه مرکه کې ویلي، دوی طالبانو ته وسلې ورکړي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره لېږلي دي.

تر اوسه پاکستان حکومت د خواجه آصف د څرګندونو په اړه نظر نه دی ورکړی. خو ګل بخارۍ چې تل پر پاکستاني اېسټبلشمنټ سختې نیوکې لرې وايي: "مسلم لیګ ن نه د خواجه اصف له بیانه او نه له ده څخه لرېوالی ښودلی، د دې مطلب داسې اخېستل کېږي چې همدا د ن لیګ رسمي تګلاره ده."

XS
SM
MD
LG