د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خیبر پښتونخوا کې هره ورځ ۴۱ نوي زېږېدلي ماشومان مړه کیږي"


د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې رپورټ زیاتوي‌ چې تېر کال په یوه میاشت کې په صوبه کې څه باندې اته زره ماشومان تر زیږېدو وروسته د بېلا بېلو وجوهاتو له وجې مړه شوې دي.

پراګ - د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې روانه میاشت په خپل یو سرکاري رپورټ کې ویلي چې په دغه صوبه کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړېنې کچه زیاته شوې ده.

په رپورټ کې ویل شوي‌ چې د صوبې په سرکاري روغتونونو کې د ورځې ۴۱ ماشومان تر زیږېدو وروسته په یوه میاشت کې دننه مري.

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو ډاکټران وایي په سرکاري روغتونونو کې یا خو انکیوبېټر مشین نه وي او که وي نو په یو مشین کې یې درې او څلور ماشومان اچولي وي.

د صحت محکمې رپورټ زیاتوي‌ چې تېر کال په یوه میاشت کې په صوبه کې څه باندې اته زره ماشومان تر زیږېدو وروسته د بېلا بېلو وجوهاتو له وجې مړه شوې دي.

د رپورټ په لیکنه، په ۲۰۱۸م کال کې په صوبه کې په سرکاري روغتونونو کې د ورځې د هغو ماشومانو د مړینې شمېره ۳۲ وه چې عمرونه یې یوه میاشت او له دې کم وه.

په پېښور کې د ماشومانو یو ډاکټر شاهجهان د ستمبر پر۱۲ مشال راډیو ته وویل، د پېدایښت پر وخت د ماشوم او یا یې د مور د مړينې ډېر وجوهات دي چې یو مهم پکې پر وخت روغتون ته نه رسېدل هم دي.

ډاکټر شاهجهان وایي د نویو پېدا شوو ماشومانو د مړینې کچه د صوبې په لرو پرتو سیمو کې زیاته ده.

په پېښور کې د مور او بچي د صحت په یو شخصي روغتون کې د انتهایي نګهداشت یونټ، یا ای سي او مشر محمد فاروق مشال راډیو ته وویل چې دوی ته زیاتره هغه ماشومان ور وړل کیږي چې د کمې مودې وي،یا یې وزن کم وي او یا نورې مسلې لري.

په پېښور کې د ښځینه ناروغیو ډاکټرې صفورې شاهد مشال راډیو ته وویل چې باید کورنۍ یوه ښځه د ماشوم د پېدایښت لپاره پر وخت روغتون ته ورسوي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند مخکښ او د صحت کميټۍ یو غړي لیاقت علي خان د ستمبر پر ۱۲ مشال راډیو ته وویل‌، حکومت یې هڅه کوي چې په سرکاري روغتونونو کې د ماشومانو د درملنې لپاره پوره اسانتیاوې برابرې کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:29 0:00

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې د وروستي رپورټ له مخې په ۲۰۱۹م کال کې په صوبه کې ۳۲۱ میندې د ماشومانو د زېږون پر وخت په سرکاري روغتونونو کې مړې شوي دي، او تېر کال هر ۲۹م ماشوم د خپل پېدایښت په لومړۍ میاشت کې د مختلفو وجوهاتو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG