د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتونخوا کې د زده کوونکو پر کورسونو کمولو بحث روان دی"


د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یو سکول عکس (ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یو سکول عکس (ارشیف)

پېښور - د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د یو شخصي ښونځي مشره استاده شکیله جاوید وايي، امتحانونو ته وخت کم پاتې دی او زده کوونکو ته سبق د ټول کال پاتې دی نو باید د تعلیم محکمه د امتحانونو په خاصه توګه د بورډ امتحانونو لپاره دغه کورسونه کم کړي.

د اتم جومات یو زده کوونکې لیلما وایي په دومره لږ وخت کې دوی د ټول کال کورس یا سبق نه شي زده کولای.

دې وویل چې یا دې دوي ته وخت ډېر ورکړل شي او یا دې هم ورته کورس کم کړل شي.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې مشر حافظ ابراهیم مشال راډیو ته وویل، دا وړاندیز راغلی دی او په کورس کمولو او د راتلونکو رخصتیو پر ختمولو هم بحث روان دی.

په پاکستان کې حکومت د کورونا وایرس له کبله د مارچ په مياشت کې ښوونځي وتړل او د دې کمي پوره کولو لپاره یې پر ټلويژن او انټرنېت د تعليم بهیر جاري ساتلو اعلان وکړ.

په پاکستان او نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

حکومت اعلان کړی چې که د کورونا وایرس زور کم شو نو د سېپټېمبر پر ۱۵مه به ښونځي پرانیزي.

اوسمهال د ښونځیو بندېدو او ښه انټرنېټ نه شتون له وجې حکومت په زياتره ځايونو کې زده کوونکي بې له امتحانه کامباب کړل.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې، يونیسيف د ۲۰۱۹ز کال د راپور ترمخه په پاکستان کې ۲۲،۸ ميليونه ماشومان له ښوونځيوو بهر دي. دا د هغو ماشومانو چې عمرونه یې د تعليم دي، ۴۴ فیصده کېږي.

د پاکستان تحريک انصاف حکومت د دې ماشومانو د شمېرې کمولو لپاره کميونيټي سکولونه جوړ کړي دي خو د کورونا وایرس له وجې نه یوازې دا بلکې نور عام سکولونه هم بند دي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۹۱۶،۲۳۴ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د سېپټېمبر تر ۱۲مې نېټې پورې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۸میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۹ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG