د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپټمبر ۱۱م ۱۹م تلین او په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون


نیویارک کې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه
نیویارک کې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه

نن د سپټمبر ۱۱مه د نیویارک پر نړیوال سوداګریز مرکز د ترهګریزو بريدونو ۱۹ م تلین دی چې امریکا یې په افغانستان کې یوې اوږدې جګړې ته ټېل وهله.

له دغې حملې وروسته امریکا له طالبانو وغوښتل چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن امریکا ته وسپاري، هغه کس چې په امریکا کې د حملو مسؤل او پلان جووړونکی بلل شوی و.

خو طالبانو د امریکا دا غوښتنه رد کړه او امریکا پرېکړه وکړه چې پر افغانستان حمله وکړي.

د امریکا لومړني پوځي ځواکونه د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر په اوومه نېټه افغانستان ته داخل او د ځمکې او هوا له لارې یې پر طالبانو حملې وکړې.

د امریکا په تاریخ کې د افغانستان جګړه تر ټولو اږده جګړه ګڼل کېږي چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو شمېر څه باندې ۱۱۰ زره تنو ته ورسېده.

په ۲۰۱۲ کال کې په کندهار کې امریکايي سرتېري
په ۲۰۱۲ کال کې په کندهار کې امریکايي سرتېري

خو له دې ټولو لوړو ژورو سره سره اوس‌مهال تر نهه زرو کم امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې دي چې ټاکل شوې دا شمېر هم تر ۴،۵۰۰ ته راکښته شي.

  • خو پوښتنه دا ده چې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمېدو پایلې به څه وي؟

یو شمېر افغان کتونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا شتون مثبتې او منفي پایلې لرلې.

شننونکی عمر شریف ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان ته د امریکا په راتلو سره یوه نوې پاڼه پرانیستل شوه او له هره پلوه مسایلو بدلون وموند.

ښاغلی شریف وايي، افغانستان ته د امریکا له راتلو وروسته نوی دولت جوړ شو چې نړیوالې ټولنې په رسمیت وپېژانده او همدارنګه افغانستان له نړیوالې انزوا وژغورل شو.

دی وايي، له هغه وروسته حقوقي بحث مطرح او د افغانستان په سیاسي مسایلو کې شامل شو.

ښاغلی شریف زیاتوي: "امریکا په بیړه افغانستان ته راغله، له دې سره ټولنیز واټن ډېر شو، د امریکا له راتلو سره کوم څه چې بدلون‌یې وکړ هغه افغانستان ته د ډېرو پیسو راتلل وو چې فساد ته ‌یې یو ډول زمینه برابره کړه، بل څه چې د امریکا په راتلو سره موږ تجربه کړه هغه د دوو تابعیته لرونکو کسانو زیاتېدل و چې د دولت په چوکاټ کې یې نفوذ پیداکړ چې دې کار په خپله یو ډول بې‌اعتمادي رامنځته کړه."

ښاغلی شریف وايي، امریکا د بنسټ‌پالو او ترهګرو د ځالو د له‌منځه وړلو په هدف افغانستان ته راغله چې په پایله کې یو شمېر ترهګرې ډلې وځپل شوې، خو ځینې یې پیاوړې شوي.

د افغانستان هلمند ولایت کې امریکايي ځواکونه د طالبانو ضد عملیاتو لپاره د چمتووالي پر مهال.
د افغانستان هلمند ولایت کې امریکايي ځواکونه د طالبانو ضد عملیاتو لپاره د چمتووالي پر مهال.

نوموړي وویل، امریکا د ټولو بنسټ‌پالو ترورېستي ډلو په ځپلو کې ناکامه شوه، خو د یو شمېر نورو ډلو د ځپلو لپاره د امریکا پروګرام لاهم روان دی.

له هغه وروسته چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په تړاو په امریکا کې بحثونه مطرح شول، دغه هېواد په ۲۰۱۱ میلادي کې پرېکړه وکړه چې د خپلو ځواکونو شمېر به راکم کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه د ۲۰۱۱ میلادي کال جولای میاشت ټاکلې وه.

د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د ۲۰۱۱ میلادي کال تر پایه د پوځیانو شمېر ۱۰۱ زره تنو ته ورسېده او د جګړې او امنیت د ټينګښت مسؤلیت رسماً افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له امریکايي ځواکونو څخه افغان پوځيانو ته د مسؤلیتونو د لېږد بهیر بشپړ شو او په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۳۶ زره او ۵۰۰ تنو ته راکم شو.

ارشیف، له امریکايي او ناټو ځواکونو افغان ځواکونو د امنیتي چارو د مسؤلیت د لېږد مراسم
ارشیف، له امریکايي او ناټو ځواکونو افغان ځواکونو د امنیتي چارو د مسؤلیت د لېږد مراسم

یو بل افغان سیاسي کتونکي موسی فریور ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د امریکا د حضور لګښتونه د هغه تر لاسته راوړنو زیات دي چې په وینا یې باید له دې حضوره ګټه اخیستل شوې او یو قوي نظام رامنځته شوی وی.

خو د ښاغلي فریور په خبره امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولګول، خو لاسته راوړنې یې کمې وې.

ښاغلی فریور زیاتوي: "د دوی په خپل اعتراف چې نه‌یوازې ترهګري نه‌ده ختمه شوې، بلکې د پنټاګون، سي ای اې، د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا متحده ایالاتو، سپینې ماڼۍ په وینا اوس مهال څه باندې ۲۰ ترورېستي ډلې په افغانستان کې جنګېږي."

دوی همدارنګه په افغانستان کې ټاکنو، د بیان ازادۍ، د بېلابېلو چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو رامنځته کېدو ته هم اشاره کوي چې په وینا یې د امریکا په حضور کې رامنځته شول.

افغان حکومت په دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکا حضور د افغانستان په وضعیت مثبت اغېز وکړ.

د جمهوري ریاست ویاند صدیقي صدیقي وویل: "اوس هېواد بدلون موندلی، موږ د یو ولسواکه. ډيموکرات او جمهوري نظام خاوندان یو، افغانستان یو خپلواک سوداګریز سیستم ته ولاړ، له ټولنیز، سیاسي، روغتیايي، ښوونې او روزنې، لوړو زده‌کړو، ښارونو پراختیا په برخه کې د افغانستان پرمختګ بې‌ساری و، دا ټول د خلکو او مدني ټولنو په ګډو هڅو لاسته راغلي دي."

د افغانستان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د ښاغلي صدیقي په خبره، د افغانستان او نړیوالې ټولنې چې په راس کې یې امریکا ده لاهم ګډ کار روان دی چې افغانستان د ترهګرو په پټنځای بدل نه‌شي.

امریکا له ۱۹ کلن شتونه پس هوډ لري چې په دوحه کې له طالبانو سره د هوکړې په اساس تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې له افغانستان څخه ووځي.

دا مهال په افغانستان کې ۸،۶۰۰ امریکايي ځواکونه حضور لري چې دغه ځواکونه به تر ډېره د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو مسؤلیت ولري او هوايي برخه کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.

د روېټرز د راپور په اساس امریکا په کلني ډول ۴،۲ میلیارده ډالره افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

دغه هېواد په روان کال کې خبرداری ورکړ چې د جمهوري ریاست د دوو نوماندانو غني او عبدالله ترمنځ د هوکړې په نه‌ترسره کولو سره به له افغانستان سره په مرستو کې ۱ میلیارد ډالر راکم کړي.

د امریکا د دفاع وزارت د راپور په اساس دغه هېواد د ۲۰۰۱ میلادي کال له اکټوبر میاشتې نه د ۲۰۱۹ میلادي کال تر سپټمبر میاشتې پورې یوازې په پوځي برخه کې ۷۸۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت پ، نټاګون
د امریکا دفاع وزارت پ، نټاګون

همدارنګه د امریکا نورو ادارو په دې موده کې ۴۴ میلیارده ډالر د دې هېواد په پراختیايي برخه کې لګولي دي.

امریکا له طالبانو سره د سولې په هوکړه کې ویلي چې د دې هوکړې په عملي کېدو سره به امریکا د افغانستان له نوي حکومت سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG