د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو غره ښوېدو پېښې ځپلو کورونیو سره سرکار مرسته وکړه


مومندو کې د مرمر کانونو نړېدو ۱۹ تنه وژلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00

مومندو کې د غره ښوېدو ۲۲ تنه وژلي

حکومت د مومندو د زیارت غر پېښه کې د ۲۱ وژلو شویو او شپږو ژوبلو کسانو له کورنیو سره مرسته وکړه.

ځايي انتظامیې نن مشال راډیو ته وویل، وزیراعلی محمود خان نن په لنډ سفر غلنۍ ته لاړ او هلته یې په جرګه هال کې، د هر وژل شوي تن کورنۍ ته نهه لاکه او د هر ژوبل تن کورنۍ ته یو لاک روپو امدادي چیکونه ورکړل.

وزیراعلی په یاده پېښه کې د سمیع الله په نوم د یو وژل شوي ځوان کورنۍ ته هره میاشت د ۵۰ زرو روپو د مرستې اعلان هم وکړ. دغه ځوان د اوو خویندو د کورنۍ د ګټې وټې یواځېنی کس و.

وزیراعلی ویلي، د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره به حکومت خپل ټول وسایل په کار راولي.

د مومندو په ساپو تحصیل کې د مرمرو کاڼو د یوه غر ښوېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ تنو ته ورسېد، د چارواکو په وینا ښايي درې تنه نور هم تر کنډکپرو لاندې وي چې د موندلو او رااېستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

په وروستیو رااېستل شویو کسانو کې یو هم تلاوت شاه وو چې مړی یې د اکرب ډاګ یکه غونډ کې نن خاورو ته وسپارل شو. په دې پېښه کښې د مومن خان نومي تن دوه زامن عطاالله او ظفر لا هم ورک دي.

په بیړنيو حالاتو کې د مرستو حکومتي ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو نن مشال رېډیو ته وویل چې پرون یې درې مړي له ملبې رااېستلي او دا چې زیاتري مړه او ژوبل کسان د مومندو زیارت سیمې اوسېدونکي ول.

د روانې میاشتې په اوومه نېټه د بره مومندو ساپو تحصیل په زیارت سیمه کې د سنګ مرمرو دوه کانونه وښوېدل چې تر اوسه ترې شپږ کسان په ژوبل حالت کې راویستل شوي او د نورو لږ تر لږه پنځو کسانو د لټون چارې دوام لري.

صوبايي حکومت په دې پېښه د مړي په سر د پنځه لاکه او د ژوبل په سر د یو لاک روپو د مرستې اعلان کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG