د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورک پاکستانی افسر ساجد ګوندل بازیاب


شاه فیصل جومات
شاه فیصل جومات

د پاکستان امنیتي او تبادلاتي کمېشن (سېکيورټي اېنډ اېکسچېنج) مشر ساجد ګوندل چې شپږ ورځې مخکې تری تم کړل شوی وو د سيپټمبر پر ۸مه خپل کور ته ورغلی دی.

ساجد ګوندل بېګا شپه پر خپله ټويټر پاڼه هم کښلي چې کور ته واپس راغلی او محفوظه دی. هغه له خپلو ټولو ملګرو مننه کړې چې د ده لپاره اندېښمن ول.

د اسلام اباد پوليسو هم خپل کور ته د هغه د ستنېدلو پخلی کړی او رسنيو ته یې ويلي دي چې پوليس به یې د ورکړي بيان په رڼا کې د مقدمې پلټنې پرمخ وړي.

د ذکر ده چې د سيپټمبر پر ۳مه ساجد ګوندل له اسلام اباده تری تم کړل شوی وو.

د ساجد ګوندل د بازیابۍ لپاره د پاکستان بشري حقونو کمیشن، د بې پولې خبریالانو سازمان په ګډون ځینو فعالانو غږ اوچت کړی وو او د هغه د لادرکه کېدل یې غندلي ول.

د نوموړي په موندلو کې د پاتې راتللو وروسته د اسلام اباد های کورټ چیف جسټيس اطهر من الله د سپټمبر پر اوومه د کورنیو چارو پر سېکېرټري، پولیسو او وفاقي چارواکو تنقید وکړ او د هغه د موندولو هدایات یې ورکړ.

بلخوا په پاکستان کې ځینې کسان د ساجد ګوندل لادرکه کېدل د وزیراعظم عمران خان ځانګړي سلاکار لیفټینټ جنرل عاصم باجوه د اثاثو په اړه فېکټ فوکس ادارې ته د خبرونو ورکولو او د باجوه له استعفا سره تړي. څو ورځې وړاندی فېکټ فوکس ادارې په یو راپور کې ویلي ول چې د عاصم باجوه وروڼه، ښځه او دوه زامن په څلورو هېوادونو کې د یو کاروبار په ترڅ کې ۹۹ کمپنۍ لري خو عاصم باجوه په ټویټر دې تورونو ردولو سره وویل چې تل یې د پاکستان د وقار لپاره کار کړی او په راتلونکې کې به هم کوي.

وروسته عاصم باجوه د ځانګړي سلاکار له دندې د استعفا ورکولو وویل خو د سپټمبر پر پنځمه وزیراعظم عمران خان د باجوه لخوا په ورکړل شوي وضاحت اطمینان څرګند کړ. بلخوا فېکټ فوکس ادارې هم دا خبره رد کړې چې ګواکې ساجد ګوندل ورته د عاصم باجوه د شتمنیو په اړه معلومات ورکړي دي.

په جنوبي ایشیا کې د بخښنې نړیوال سازمان په ټویټر له پاکستاني حکومته د ساجد ګوندل په اړه په سمدستي توګه د معلوماتو کولو غوښتنه کړې وه.

د بې پولې خبریالانو سازمان ار ایس ایف په پاکستان کې استازی اقبال خټک بیا وايي، که ساجد ګوندل د عاصم باجوه په اړه د خبرونو ورکولو له وجې لا درکه شوی وي نو دا کار ډیر خطرناکه دی ځکه چې د پاکستان د قانون له مخې هر تن د معلوماتو ترلاسه کولو حق لري. نوموړي زیاته کړه، په دې هېواد کې له تېرې څه مودې راهیسي هغه کسان لادرکه کېږي چې پر حکومت او امنیتي یا ریاستي ادارو تنقید کوي.

((د پاکستان په قانون کې دا خبره نشته چې یو تن بې قانوني کارروایۍ/ جرمونو غیب کړل شي او دا پته یې نه لګي چې له چا سره دی او په کومو حالاتو کې دی.چا چې ساجد ګوندل غیب کړی دی، باید معلومات یې وشي او سزا ورته ورکړل شي.))

په ټولنیزه میډیا هم د ساجد ګوندل د لادرکه کېدو خلاف هم ږغونه راپورته شوي ول. په لاهور کې استاد او د بشري حقونو مبارز عمار علي جان په خپل ټویټر لیکلي، که سیاست وي، صحافت وي او که معیشیت، هر څه اوس ملي امنیت ګڼل کېږي، دا حالت نور نشي چلیدای.

XS
SM
MD
LG