د لاسرسي ځای

تازه خبر

اصلاحاتو ته ژمن یو خو د نظام ننګولو اجازه نه ورکوو: حمدالله محب


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سپټمبر پر پنځمه خوست ته تللی وو 
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سپټمبر پر پنځمه خوست ته تللی وو 

خوست - د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، افغان حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی، خو هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې نظام وننګوي.

ده وویل، هغه څوک چې نظام په ښه نه یادوي، د هغوی تر شا هغه خلک دي چې غواړي، په هرو شلو کلونو کې دلته یو انقلاب وشي او پدې توګه پرمختګونه له منځه ولاړ شي او هر ځل هر څه له سره پیل شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار یادې څرګندونې د سپټمبر پر پنځمه خوست ته د خپل سفر پر مهال له ځايي قبایلي مشرانو، دیني عالمانو، ښځو او مدني فعالانو سره د یوې غونډې پر مهال کړې دي.

حمدالله محب د خوست د امنیتي حالت د ارزونې او د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اوریدو په موخه د یو پلاوي په مشری دې ولایت ته تللی وو.

نوموړي د قبایلي مشرانو او مدني فعالانو غونډې ته وویل، حکومت په ټولو برخو کې اصلاحاتو ته ژمن دي، خو د نظام د ننګولو اجازه چاته نه ورکوي.

ده زیاته کړه، "د اوسني نظام له خوا د جمهوریت ملاتړ د دې په خاطر دی چې جمهوري نظام کې ټولو ته ځای شته او نور باید انقلابونو ته د پای ټکۍ کېښودل شي."

نوموړي وویل چې د افغان حکومت غوښتنه داده چې دلته انسان وژنه ختمه او سیاسي واک د زور او جنګ پر ځای په سوله ییزه توګه د ټولټاکنو له لارې ګټونکي ټیم ته ولیږدول شي.

حمدالله محب وویل، تر دې ناستې مخکې يې د امنیتي ادارو قوماندانو په ځانګړي ډول پوځ ته هدایت دا وو، هر ځای چې د وسله والو تحرکات ویني او ځای يې تثبیت شي، کلکه ضربه دې ورته ورکړي، هغوی ته باید اجازه ورنکړل شي، چې ولسوالۍ او ښارونه نا امنه کړي.

پدې ناسته کې قبایلي مشرانو ، عالمانو او مدني فعالانو له حمدالله محب سره ځینې غوښتنې شریکې کړې.

مدني فعالې زینب افغان د سولې لپاره وروستیو هلو ځلو او د خبرو اترو د پلاوي ترکیب ته په کتو وویل، چې د ټولې لویې پکتیا د ښځو په استازولۍ هم پدې پلاوي کې کومه ښځه نه ده شامله.

دې غوښتنه وکړه چې حکومت دې برخې ته توجه وکړي او د سولې په بهیر کې دې د دې ځای د ښځو پرګډون باور وشي.

یو قبایلي مشر قاضي احمد ببرکزي وویل، پدې کتنه کې ډېریو مشرانو پدې ولایت کې د ځینو نویو امنیتي ګواښونو په اړه د ملي امنیت له سلاکار سره خپلې انديښنې شریکې کړې.

تر دې وړاندې هم د خوست اوسیدونکو بیا بیا ګیلې کړې چې د افغان حکومت مشران دوی سره تل ژمنې کوي خو عملي شوي نه دي.

خو قاضي احمد ببرکزي وویل، حمدالله محب ژمنه وکړه، چې د امنیتي برخې له مسوولینو سره به دا موضوعګانې شریکوي او په هره ممکنه لاره به د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي.

دوی وایي، سره لدې چې خوستوال د نظام سره نږدې همکار دي او په ملي برنامو کې يې د پام وړ برخه اخیستې، خو حکومت د دې سیمې پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه کولو ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG