د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د مذاکراتو لپاره نوی مشر اعلان کړ


په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي
په قطر کې د طالبانو د دفتر غړي

طالبانو د راتلونکو ممکنه بين الافغاني خبرو لپاره د مولوي عبدالحکيم په مشرۍ يو پلاوی اعلان کړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د سپتمبر پر پينځمه ماښام ناوخته خبريالانو ته په ليږلي يو بيان کې ويلي چې د دې ۲۱ کسیز پلاوي مرستيالي به شيرمحمد عباس ستانکزی کوي. د دې پلاوي د نورو پاتو کسانو په اړه څه نه دې ويل شوي.

تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به مذاکرات کله پيل شي خو دواړو لورو تاييد کړي چې لومړی پړاو به د قطر په سرښار دوهه کې کېږي.

مولوي عبدالحکيم څوک دی؟

مولوي عبدالحکيم اخوند د کندهار ولايت اوسېدونکی دی. خبريال سميع الله يوسفزی چې د طالبانو په اړه یې ګڼ راپورونه خپاره کړي دي، د سپتمبر په پينځمه مشال راډيو ته وويل چې مولوي عبدالحکيم د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر سره نيزدي وو.

هغه زیاتوي: ((شيخ عبدالحکيم اخوند د کندهار د بند تيمور سيمې دی. دی په قوم اسحاقزی دی. په افغانستان کې د طالبانو تر سقوط وروسته عبداحکيم پاکستان ته ولاړ. هغه د کوټې سره نيزدي د اسحاقزي اباد په نامه پوره کلی جوړ کړی دی. د دې کال په جنورۍ کې په کوټه کې په يو جومات کې په بمي چاودنه کې د ده زوی هم ووژل شو. کله چې ملاعمر مړ شو نو لومړی کس مولوي عبدالحکيم وو چې پر دې خبره خبر شو. هغه دا پريکړه وکړه چې د ملاعمر مرګ دې نه په ډاګه کېږي ځکه دا پېښه تر نيزدي دوو کلونو پورې پټه وه.))

طالبانو د افغان حکومت سره د مذاکراتو لپاره د پلاوي د اعلان په وخت کې د دې ډلې د قطر د دفتر د مشر، ملا عبدالغني برادر ذکر نه دی کړی. د راپورونو ترمخه د دې وجه د طالبانو ترمنځ اختلافات دي خو طالبانو په دې اړه څه نه دې ويلي. د يادونې ده چې د طالبانو د قطر د دفتر مرستيال مشر، شير محمد عباس ستانکزي د اګست په ۲۶مه رسنيو ته په ليږلي پېغام کې خپل ځان د طالبانو د پلاوي مشر بللی وو او ورسره یې ۱۹ نور غړي اعلان کړي وو. خو د ذبيح الله مجاهد په وينا دا وروستی پلاوی د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوند تاييد د ځانه سره لري.

دا نوی پلاوی تر هغې وروسته اعلان شوی چې د طالبانو د قطر دفتر غړي د ملا برادر په مشرۍ د اګست په ۲۴مه اسلام اباد ته تللي وو. افغان چارواکي پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي خو اسلام اباد وايي دا اړيکې د سولې لپاره کاروي. افغان حکومت لا واردمخه د دې ممکنه خبرو د پېل لپاره پلاوی اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر په پينځمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د افغانستان سولې لپاره يې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته تللی دی. په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ټولو خواوو د خبرو اترو په مخ کې موجودو خنډونو ليري کولو لپاره مهم ګامونه اخیستي دي او اوس وخت رارسېدلی چې پېل وشي.

XS
SM
MD
LG