کوټه - د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه تربت کې ناڅرګندو کسانو یو خبریاله او هنرمنده شاهینه شاهین په ډزو وژلې ده.
پولیس وايي چې دا پېښه د سپټمبر پر پنځمه د کېچ ضلعې د تربت ښار په ټي اینډ ټي کالونۍ کې په ډزو وېشتل شوې او په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.
د دوي په وینا، شاهینه شاهین خپل مېړه وژلې ده او د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.
تر پېښه وروسته د هغې د مېړه محراب ګچکي پرضد د قتل مقدمه درج شوې ده او پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
د تربت د پولیسو مشر ایس ایس پي نجیب پندراني مشال راډیو ته وویل له لومړنيو پلټو ښکاري چې د وژل شوې شاهینې قتل کورنۍ جګړه ښکاري.
د نجیب پندراني په وینا، د شاهینې ماما امجد رحیم پولیسو ته ویلي دي چې له هغې سره خپل یو عزیز محراب ګچکي شپژ میاستې وړاندې د کراچۍ په یو عدالت کې واده کړی وو.
شاهینه شاهین په کوټه کې د پي ټي وي بولان په بلوڅې څانګه کې د یو خپرونې کوربنه وه او په تربت کې یې د مصورۍ د یو مرکز مشري هم کوله.
شاهینه شاهین په بلوچستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره د یوې مجلې – دوزانګ – د مدیرې په توګه هم دنده درلوده.
د پاکستان د خبریالانو اتحادیې - پاکستان فیډرل یونین آف جرنلسټس – د شاهینې د وژلو غندنه کړې ده.
د یادې اتحادیې له خوا په یو بیان کې ویل شوي د پاکستان مرکزي حکومت او د بلوچستان صوبايي حکومت دې دې پېښې ته پام واړوي او په پېښه کې ککړ کسان دې ونیول شي.
په بیان کې دا غوښتنه هم شوې ده چې د دې پېښې دې د یو عدالتي کمېشن له لارې پلټنې وشي.