د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره خبرو ته تیاري شوې ده: افغان حکومت


تر اوسه نه ده څرګنده چې افغان حکومت او طالبان په کومه نېټه له یو بل سره مخامخ خبرې کوي
تر اوسه نه ده څرګنده چې افغان حکومت او طالبان په کومه نېټه له یو بل سره مخامخ خبرې کوي

پراګ - افغان حکومت وايي پلاوی یې په قطر کې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره چمتو دی.

د افغانستان سولې وزارت ویاندې ناجیې انوري د سېپټېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د حکومت لخوا په دې لاره کې هېڅ خنډ نه شته او طالبانو له پکار دي چې خبرو ته ځانونه چمتو کړي.

نوموړې وړاندې وویل، د طالبانو هغه مشران چې د مذاکراتو په ډله کې شامل دي، باید له پاکستانه قطر ته ځانونه ورسوي.

داسې اټکل کېده چې د بین الافغاني خبرو لپاره حکومتي پلاوی به د تېرې جمعې پر ورځ قطر ته ځي خو بیا دا سفر وځنډېد.

تر اوسه نه ده څرګنده چې افغان حکومت او طالبان په کومه نېټه له یو بل سره مخامخ خبرې کوي.

خو طالبان وايي، دم ګړۍ ته ځیني تخنیکي ستونزې شته چې هغوی یې د هوارۍ هڅه کوي او تر هغې وروسته به مذاکرات پیل شي.

تر دې وړاندې افغان حکومت ویلی وو چې له څو میاشتو ناندریو وروسته د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې بهیر پای ته ورسېد.

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي د طالبانو سپارل شوي لېسټ له مخې یې د دغه ډلې ټول بندیان ازاد کړي دي.

دې شورا د سېپټېمبر پر درېیمه په یوه اعلامیه کې لیکلي ول چې حکومت د طالبانو ټول بندیان پرته له هغو چې په خبره‌ یې نړیوال غبرګونه موجود و خوشې کړي او طالبانو هم ټول افغان کمانډویان ازاد کړي دي.

اعلامیه کې راغلي چې د پاتې طالب بندیانو په اړه هم ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي او په خبره ‌یې افغان حکومت هیله‌ مند دی چې مستقیمې خبرې سمدستي پیل شي.

په همدې حال کې د افغانستان ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد وايي، د وسله ‌والو طالبانو اووه هغه بندیان چې فرانس او اسټرلیا يې په نه ‌خوشې کېدو ټینګار کړی، قطر ته استول کېږي.

دی وایي، د افغانستان بهرینو چارو وزارت له لوري له فرانسې سره د دغو بندیانو پر خلاصون توافق شوی، خو په اړه‌ يې له اسټرالیا سره لا هم خبرې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG