د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان سېلاب ځپلې کراچۍ ته ۱۱۰۰ اربه روپۍ اعلان کړې


عمران خان وايي، د کراچۍ ښار کې غيرقانوني تجاويزاتو ختمولو، د څکلو اوبو، ټرانسپورټ او چټک بس سروس پیلوي.
عمران خان وايي، د کراچۍ ښار کې غيرقانوني تجاويزاتو ختمولو، د څکلو اوبو، ټرانسپورټ او چټک بس سروس پیلوي.

عمران خان په کراچۍ ښار کې د سېپټېمبر پر پنځمه خبري غونډې ته وويل چې د ښار ستونزو حل لپاره له صوبايي حکومت سره په ګډه کار کوي.

پراګ - د پاکستان وزيراعظم عمران خان د باران او سېلاب ځپلې کراچۍ لپاره د ۱۱۰۰ اربه روپيو پېکج اعلان کړی.

عمران خان په کراچۍ ښار کې د سېپټېمبر پر پنځمه خبري غونډې ته وويل چې د ښار ستونزو حل لپاره له صوبايي حکومت سره په ګډه کار کوي.

د ده په خبره د کراچۍ ښار کې غيرقانوني تجاويزاتو ختمولو، د څښلو اوبو، ټرانسپورټ او چټک بس سروس هم پیلوي.

د وزيراعظم عمران خان خبري غونډه

وزيراعظم عمران خان د کراچۍ دوره په داسې حال کې کړې چې په اګست مياشت کې د پشکال بارانونو د سيند صوبې نورو برخو پرتله یاد ښار ته زيات ځاني او مالي زیان اړولی وو.

د سيند اعلا وزير مراد علي شاه د سېپټېمبر په درېيمه ويلي وو چې په صوبه کې بارانونو او سيلابونو کې له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي او تر ټولو زيات زيان کراچۍ ښار ته رسېدلی دی.

په کراچۍ کې د بارانونو ۸۹ کلن ريکارډ مات شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

د مراد په خبره په اګست مياشت کې ريکارډ بارانونه شوي چې له وجې يې له ۱۵۰۰زيات کورونه په بشپړ توګه ویجاړ شوي دي.

وزيراعظم عمران خان د کراچۍ سفر پرمهال دا هم وويل چې تر بارانونو وروسته په کراچۍ ښار کې د راپورته شويو مسلو حل لپاره دا پريکړه شوې چې ټولې مسلې به په يوازې هواري کړل شي.

تر دې مخکې وزيراعظم عمران خان د کراچۍ کميټې غونډې مشري وکړه.

په دې غونډه کې د وفاق وزيرانو اسد عمر، شبلي فراز، علي زيدي، امين الحق، د سيند ګورنر عمران اسماعيل او اعلا وزير مراد علي شاه هم ګډون وکړ.

عمران خان د کراچۍ د سفر پر مهال له کاروباریانو او سوداګرو سره هم ولیدل. په دې مهال وزیراعظم تاجرانو ته ډاډګیرنه ورکړه چې دوی ته به اسانتیاوې ورکوي او دا د دوی په لومړیتوبونو کې شامل دی.

په کراچۍ ښار کې په اګست میاشت کې له سختو بارانونو وروسته سيلابونه راغلي ول.

د ښار په زياتره سيمو کې باراني اوبه ولاړې وې او ورځنی ژوند يې سخت اغېزمن شوی وو.

د موسمیاتو ادارې ويلي ول چې په کراچۍ ښار کې په اګست مياشت کې چېرته هم ورته بارانونه نه وو شوي.

په اګست مياشت کې ۴۸۴ ملي مېټر باران ریکارډ شوی دی. د سختو بارانونو وروسته د ښار سړکونو، کوڅو او ودانيو ته اوبو ننوتي وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG