د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ د حجاب ورځې لپاره قرارداد منظور کړ 


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ 
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ 

پېښور – د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ قرارداد منظور کړی دی چې هر کال به د اکتوبر څلورمه په صوبه کې د پردې یا حجاب ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د سپټمبر پر څلورمه منظور شوی دا قرارداد د جماعت اسلامي ښځینه غړې حمیرا بشیر وړاندې کړی وو.

د منظور شوی قرارداد له مخې به د خیبر پښتونخوا حکومت هر کال د اکتوبر څلورمه د پردې یا حجاب په توګه لمانځي.

په قرارداد کې ویل شوي چې د دې هدف له پردې یا حجاب کوونکو ښځو او په ځانګړې توګه هغو سره یووالی ښودل دي چې په کارځای کې پرده یا حجاب کوي.

په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوند عوامي نیشنل پارټۍ پارلیماني مشر سرار حسین بابک د قراداد منظورۍ پر وخت وویل چې پرده یو اسلامي حکم دی او ټول مسلمانان په دې عمل کوي. د ده په وینا، د دې لپاره ورځ ټاکل دین د خپل سیاست او مفاداتو لپاره کارول دي .

په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند ښځینه غړې ثمر هارون بلور مشال راډیو ته وویل چې دوي د قرارداد نه بلکه د خپل سیاست لپاره اسلام استعمالولو خلاف دي.

په خیبر پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې خورشید بانو وايي دوي هم د دې ورځې لمانځلو ستاینه کوي خو د دې په وینا له داسې ګامونو سره د مېرمنو ستونزې نه هوارېږي.

نوموړې وویل چې هغه مېرمن هم د ظلم او زیاتي ښکار دي چې پوره پرده کوي‌ او په کور کې ناستې دي.

XS
SM
MD
LG