د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوبې ټولو سېلاب ځپلو ته مرستې ورکوو: محمود خان


د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د سپټمبر پر درېیمه او څلورمه سوات ته تللی وو
د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د سپټمبر پر درېیمه او څلورمه سوات ته تللی وو

سوات - د خيبر پښتونخوا وزيراعلا محمود خان ویلي‌ چې په سوات کې د باران او سېلاب له زیاتره متاثرینو سره مرستې شوې دي.

محمود خان دا څرګندونې سوات ته تر دوه ورځني سفر وروسته په مدین کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

نوموړي د سپټمبر پر څلورمه د سوات مدین، شاه ګرام، تیرات او شاوخوا سیمو ته تللی او هلته یې له سېلاب ځپلو سره لیده کاته کړي دي.

په دې سیمو کې د اګست پر ۲۷مه او بیا د سپټمبر پر لومړۍ نېټه زیات باران او سېلاب ۱۹ تنه وژلي، لسګونه یې نور ټپي کړي او یو شمېر خلکو ته یې مالي زیانونه رسولي وو.

محمود خان خبریالانو ته وویل چې د خراب موسم له کبله یې د سوات سفر ځنډېدلی وو خو اوس یې د ده په وینا د متاثره خلکو حال اخیستی او اوس به په صوبه کې له باران او سېلابه اغېزمنو ټولو سیمو ته ځي.

ده وویل، اړوند انتظامي چارواکو ته یې امر کړی دی چې د صوبې ټولو متاثره خلکو سره دې یو رنګ مرستې وشي.

د سوات د تيرات یو اوسيدونکي عبدلودود مشال راډیو ته وویل چې حکومت خو د متاثره کورنو مړو ته رقم ورکړو خو اوس په سيمه کي پاتې په زرګونه خلک د سيلاب له وجي متاثره دي حکومت دي په سم دستي توګه د بيا بحالۍ کارونه روان کړي.

ده وویل، " سيلابونو د ټولو خلکو ژوند متاثره کړی دی، رابطې ختمې دي، لارې بندې دي، رابطه پولونه وران دي، د سيمې لوی سړک هم تباه شوی دی او ډير کورونه تباه دي او څه پکې متاثره دي."

د مدين شاه ګرام او تيرات پخواني ناظم فضل حاجي مشال راډیو ته وویل چې شاه ګرام، تيرات او خوا و شاه سيمو کي د لسګونو خلکو کورونه تباه شوي، د څښلو اوبو وسیلې ورانې دي نو حکومت دې دې اړه ته هم پام وکړي.

ده وویل، "يو تن ورک دی، واړه کورونه وران شوي دي ، دوي مړو ته پنځه لاکه روپۍ ورکړې، خو په دې پېسو کور نه جوړېږي‌، د دې جوړولو ته دې مرستې وشي او کوم سکولونه چې متاثره شوي‌ دي‌ هغه دې بیا فعال کړي."

وزيراعلا محمود خان په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې دوي‌ د ورانو شویو ودانیو بیا بحالۍ لپاره یې ضلعي‌ انتظامیې ته امر کړی دی چې زر تر زره دې جاج واخلي‌ او د بیا رغونې کار دې پیل کړي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG