د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ناکامورا څلور لارې د جوړولو کار پیل شو

د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه د خوست ښار په ختیځ لوري کې د تیتسو ناکامورا په نوم د نومول شوې څلور لارې د جوړولو کارونه پیل شول.

ناکامورا د پي ایم اېس په نوم د یوې جاپانۍ موسسې مشر وو، چې د تېر ز کال د ډسمبر پر څلورمه دندې ته د تګ پر مهال جلال اباد ښار کې د خپلو پنځو افغان همکارانو سره یو ځای د څو تنو وسله والو په برید کې ووژل شو.

د خوست چارواکو وویل دا څلور لارې افغانانو ته د ډاکټر ناکامورا د ښو خدمتونو همدارنګه د جاپان د ولس او حکومت څخه د مننې او قدردانۍ په پار جوړیږي.

په خوست ښار کې د ناکامورا په نوم د څلور لارې د کار د پیلېدو په ځای کې چې د دې ولایت یو شمېر سوداګرو، مدني فعالانو او ځايي چارواکو برخه درلوده، خوست والي محمد صدیق پتمن په خبرو کې ډاکټر ناکامورا یو فکر او په لږو امکانانو د کارکولو یو طرز یاد کړ.

خوست والي وویل، په دې ښار کې به د ناکامور څلور لارې جوړول له هغه، د جاپان له ولس او حکومت څخه افغانانو ته د خدمت کولو د مننې او قدردانۍ یو همیشنۍ سمبول وي.
پتمن زیاته کړه: "ناکامورا موسسې د مهاجرت پر مهال خپل کار د یو کلینک له حالت څخه پیل کړ، خو دوی له هغه يې حالت داسې وضعیت ته ورسېدل، چې زموږ د کنړ سیند يې مهار کړ، زرګونه جریبه ځمکه يې هلته کروندې ته برابره کړه، داسې سربندونه يې جوړ کړل چې موږ ترې دا سل کاله په عذاب وو، هغه يې په ونو باندې مهار کړ، ناکامورا نه یوازې یوه موسسه بلکې ناکامورا یو فکر او د کار کولو یو طرز دی، موږ ناکامورا او جاپانیانو ته د درناوي او د دوه ملکونو د ښو روابطو په اصل دا چهار راهي افتتاح کوو."

د ناکامورا په نوم د خوست ښار په ختیز کې څلور لارې د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه جوړیږي.

د خوست سرپرست ښاروال انجینر صدیق الله مشال راډیو ته وویل، دا څلور لارې په ښکلې بڼه ډیزاین شوې اوجوړول به يې درې میاشتې وخت ونیسي.

ده وویل، د دې څلور لارې په جوړولو کې ځینې قانوني ستونزې وې، چې اوس حل شوي دي.
دا چې د ناکامورا په نوم څلور لارې او څلی نورو خلکو ته څه پیغام له ځانه سره ولري، په اړه يې مدني فعال محمدجلال حقیقت وویل، دا د افغانانو د احسان مننې یوه نښه ده او دا پیغام لري، چې هر څوک که دې ولس ته صادقانه خدمت کوي، افغانان يې خدمت ته د ستر درناوي په نظر ګوري.

ډاکټر ناکامورا شاوخوا دوه لسیزې افغانستان کې وو او په تېره بیا په ننګرهار کې يې د روغتیا او کرنې په برخو کېپرمختیايي پروژې پلې کولې.

۷۳ کلن جاپاتي ناکامورا ته له وژل کیدو لږ وخت مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی وو.

نور وښیئ

انځور سایز

نجیب الله الوخېل

نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG